Asset 1SWN

د یمن پوځ: د امریکا دوه بې‌پیلوټه الوتکې مو له‌منځه یوړې

یمن بې‌پلوټه الوتکه

د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع ویلي، پوځ یې یوه “ام کیو ٩” ډوله امريکايي بې پيلوټه الوتکه د پلازمينې صنعا پر اسمان په نښه او نسکوره کړې ده.

هغه ویلي چې دا په تېرو ٢٤ ساعتونو کې دویمه او په روانه میاشت کې شپږمه بې پيلوټه الوتکه ده چې له منځه وړل کیږي.

د یمن وسله والو ځواکونو ویاند همدارنګه وایي، په دې توګه د غزې جګړې له پیل راهیسې د نسکوره شویو “ام کیو ٩” ډوله بې پیلوټه الوتکو شمېر ٢١ ته لوړ شوی دی.

د هغه په وینا، د یمن پر خلکو او تاسیساتو به د امریکا بریدونه هېڅ کله هم د دغه هېواد د خلکو اراده له منځه يونسي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه زیاته کړه، د یمن پوځ به تر هغه خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي، ترڅو چې پر غزې یرغل او محاصره پایته نه وي رسېدلې.

دا داسې مهال دی چې تر دې دوه ورځې وړاندې یمن کې د «راس عیسا» د تیلو په بندر د امریکا په هوايي بریدونو کې شاوخوا ۷۴ کسان وژل او ۱۷۱ نور ټپیان دي.

د امریکا پوځ اعلان وکړ چې دا بریدونه حوثیانو ته د تیلو رسولو د بندولو په موخه شوي دي.

ویل کيږي چې په وژل شویو کسانو کې د تیلو د بندر کارکوونکي، د بندر ساتونکي، د یمن د تیلو شرکت او وارداتي تیلو د لیږد او وېش کسان شامل دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام