یمن په راسعیسی بندر کې د امریکايي ځواکونو د هوايي برید پرمهال ۳۸ کسان وژل شوي او ۱۰۲ نور ټپیان دي.
برید د راسعیسی بندر کې شوی چې د تېلو پراخې زېرمې لري.
د امریکا مرکزي قومنداني «سنټکام» ویلي چې دغه بریدونه یې، د حوثیانو د تېلو او عوایدو سرچینو لهمنځه وړو لپاره کړې دي.
سنټکام په یوې خبرپاڼه کې ویلي: «نن امریکایي ځواکونو د ایران ملاتړو حوثیانو د سوند توکو د سرچینو لهمنځه وړو لپاره اقدام وکړ. د دې بریدونو هدف د حوثیانو د اقتصادي سرچینو کمزوري کول وو.»
د یمن ۷۰سلنه واردات او د بشري مرستو ۸۰سلنه لېږد د راسعیسی، حدیده او الصلیف بندرونو له لارې کېږي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د حوثي ډلې یوه چارواکي محمدناصر العاطفي المسیره ټلوېزیون ته ویلي: «د امریکايي دښمن جرمونه به د یمن خلک د غزې له ملاتړ لاس په سر نهکړي، بلکې د دوی ملاتړ به پایدار او مقاومت به پیاوړی کړي.»
واک ته د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له رسېدو او پر یمن د پیل شویو بریدونو راهیسې دغه برید تر ټولو خونړۍ بلل شوی دی.
له دې وړاندې د امریکا په بریدونو کې د ملکیانو د وژنې او ټپيکېدو په تړوا هم اندېښنې څرګندنې شوې وې.