Asset 1SWN

پاکستان کې د وسله‌وال برید پرمهال درې پولیس وژل شوي

230730093536-01-pakistan-blast-073023

د پاکستان په بلوجستان ایالت کې د پولیسو پر موټر د وسله‌وال برید له امله درې پولیس وژل شوي او یو بل ټپي دی.

د پولیس چارواکو په وینا، برید د کوټې په مستونګ سړک د نوي سریاب سیمې د پولیسو پر موټر شوی دی. دوی زیاته کړې چې له برید وروسته وسله‌وال پر تېښته بریالي شوي دي.

چارواکو رسنیو ته ویلي چې سیمه کې د وسله‌والو نیولو لپاره چاڼیز عملیات پیل شوي دي.

د روان میلادي کال په پیل کې د پاکستان په بلوچستان او خېبرپښتونخوا کې وسله‌وال بریدونه او نښتې ډېرې شوې دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټیټیوټ (PICSS) له لوري د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۵کال جنورۍ پرمهال دغه هېواد کې بریدونه د پام وړ زیات شوي دي. د معلوماتو پر بنسټ، د تېرې میاشتې په پرتله ۴۲سلنه بریدونه ډېر شوي.

معلوماتو څرګنده کړه چې په ټول هېواد کې لږترلږه ۷۴ وسله‌وال بریدونه ثبت شوي چې په پایله کې یې ۹۱ کسان وژل شوي چې ۳۵ امنیتي پرسونل، ۲۰ ملکي وګړي او ۳۶ وسله‌وال دي.

 همداراز دې بریدونو کې ۱۱۷ کسان ټپیان شوي چې ۵۳ امنیتي ځواکونه، ۵۴ ملکي وګړي او ۱۰ وسله‌وال هم په‌کې شامل دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام