Asset 1SWN

پر غزې د اسراییل بریدونو دوام؛ تېرې ورځې راهیسې ۶۰ کسان وژل شوي

غزه

الجزیرې خبري شبکې نن (سه‌شنه، وري ۱۹) راپور ورکړی چې اسراییلي ځواکونو په غزې بمبارۍ ته دوام ورکړی چې د دوشنبې ورځې له سهار راهیسې یې لږترلږه ۶۰ کسان وژلي او یوشمېر نور ټپیان کړي.

د راپورونو پر اساس، د تېرې مارچ میاشتې په ۱۸مه نېټه د اوربند له پایته رسیدو راهیسې اسراییلي ځواکونو له ۴۰۰زره ډیر نور فلسطینیان بېځایه کړي دي.

دې سره، د ملګرو ملتونو د شپږو ادارو مشرانو په بېړني ډول غزه کې د اوربند نوي کولو غوښتنه کړې او ویلي، اسراییل د اوربند له ماتولو راهیسې یوازې په لومړۍ اونۍ کې له زرو ډیر ماشومان وژلي او ټپیان کړي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


ورته وخت کې د غزې د روغتیا وزارت ویلي چې د اسراییل جګړه کې لږترلږه ۵۰،۶۹۵ فلسطینیان وژل شوي او ۱۱۵،۳۳۸ ټپیان دي.

د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه د حماس په مشرۍ بریدونو کې بیا شاوخوا ۱۱۳۹ اسراییلیان وژل شوي او له ۲۰۰ ډیر بندیان حماس سره بندیان شول.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام