Asset 1SWN

نیوزیلنډ دویمه یو ورځنۍ لوبه کې پاکستان مات کړ

g4etc95o_team-pakistan-afp_625x300_17_April_23

د نیوزیلنډ کرېکټ ملي لوبډلې په خپل کوربه‌توب د درېوو یو ورځنیو سیالیو په دویمه لوبه کې د پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې ته ماته ورکړه.

نیوزیلنډ په یاده لوبه کې پاکستان ته د ۸۴ منډو په توپیر ماته ورکړه او ورسره یې، د درېوو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ هم وګټله.

نیوزیلنډ دې لوبلړۍ کې ۲-۰ مخکې دی.

پاکستان له دې وړاندې د پنځو شل اووره سیالیو لوبلړۍ هم ۴-۱ نیوزیلنډ ته بایللې وه.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


کوربه‌ لوبډلې په یاده لوبه کې پاکستان ته د ۲۹۳ منډو هدف ورکړی و چې پاکستان د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یوازې ۲۰۸ منډې وکړې.

د پاکستان لپاره په توپوهنه کې تر ټولو ډېرې منډې فهیم اشرف ۷۳ او نسیم شاه ۵۱ منډې وکړې.

د دواړو لوبډلو ترمنځ راتلونکې او وروستۍ لوبه به د روانې اپرېل میاشتې په ۵مه ترسره شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام