روسیه وايي چې له اوکراین سره سوله کوي، خو د سولې خبرو کې به خپل شرایط ولري او په هېڅ ډول به چا ته اراضي تسلیم نهکړي.
دغه هېواد همداراز اوکراین ته د اروپايي ټولنې له لوري د سولهساتو ځوکونو له لېږد سره هم مخالفت ښودلی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
روسیې ټينګار کړی چې اوکراین سره د اروپايي ټولنې پوځي مرستې به د سولې خبرو دروازه وتړي او په وینا یې، خپلې جګړې ته به دوام ورکړي.
د روانې اوونۍ یکشنبې پر ورځ لندن کې د اروپايي ټولنې او د اوکراین ملاتړو هېوادونو مشرانو له دغه هېواد سره د مرستو څرنګوالي په اړه ناسته وکړه.
دغه ناسته وروسته له هغې وشوه چې سپینه ماڼۍ کې د زېلېنسکي او ډونالډ ټرمپ ناسته پر لفظي شخړې او ناندریو واوښته.
تازه امریکا پر اوکراین خپلې پوځي مرستې درولې دي.
اوکراین وايي، د جګړې پای ته رسول غواړي، خو په وینا یې، امنیت تظمین ورکړل شي چې روسیه به بیا پر دغه هېواد برید نهکوي.