جرمني کې چارواکي وايي، د دغه هېواد مونیخ ښار کې تورن افغان چې د خلکو پر ګڼېګوڼې، موټر وروستلی او ۳۶ کسان یې، ټپیان کړي، د نیولو پرمهال د الله اکبر ناره او دعا کړې.
د جرمني د باوریا ایالت پولیسو دغه کس اسلامپاله افراطي بللی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د پېښې یوه څارنوال ګابریل ټیلمن وویل: «له پېښې وروسته، شکمن د پولیس افسرانو د سترگو پروړاندې د “الله اکبر” ناره کړې او له نیولکیدو وروسته یې دعا وکړه.»
دغه ۲۴کلن افغان کډوال چې د جرمني رسنیو یې نوم «فرهاد ن» یاد کړی، تورن دی چې په قصدي توګه یې، د کارګرانو د اتحادیو له لوري پر تنظیم شوي لاریون موټر وروستلی دی.
په دې پېښه کې ۳۶ کسان ټپیان شوي چې د اتو ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.
یاد افغان کډوال په ۲۰۱۶ کال کې جرمني ته تللی و او د چارواکو په وینا، که څه هم د نوموړي د پناهغوښتنې، غوښتنلیک نهو منل شوی، خو ځانته یې کار پیدا کړی او بریالی شوی چې دغه هېواد کې په قانوني توګه واوسېږي.
له دې پېښې وروسته المان کې چارواکو د کډوالۍ په اړه د سختو محدودیتونو او تګلارو د جوړېدو غوښتنه کړې.