د روسیې پلازمېنې مسکو کې د یوې چاودنې له امله اوکراینی بېلتون غوښتونکی لوړپوړی پوځي قومندان ارمن سرکیسیان وژل شوی او څلور نور کسان ټپیان دي.
پېښه دوشنبه، فبرورۍ درېیمه د مسکو شمال لوېدیځ «الپهپاروسا» سیمه کې کرملین ته په ۱۲ کیلومټرۍ کې شوې.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د روسیې تاس خبري اژانس د راپور له مخې، چاودنه هغه مهال رامنځته شوې چې سرکیسیان له خپلو ساتونکو سره یادې ودانۍ ننوت.
سرکیسیان په دونټسک کې د روسیې تر ټولو په لوړه کچه پوځي قومندان دی چې د اوکراین پرضد یې، جګړه کوله.
سرکیسیان د اوکراین مخکیني ولسمشر وېکټور یانوکووېچ له نږدې ملګرو څخه و چې د روسیې له ملاتړو بلل کېږي. پر ارمن سرکیسیان تور و چې د ۲۰۱۴کال پرمهال یې، اوکراین کې اعتراضونه ځپلي دي.
په ۲۰۲۲کال کې پر اوکراین د روسیې له برید وروسته، ارمن سرکیسیان په دونباس سیمه کې د ارمني ځواکونو ډله جوړه کړه او د ۲۰۲۳کال پرمهال د اوکراین پر ضد جګړه کې له روسیې سره یوځای شول.
د نوموړي تر امر لاندې ځواکونو لومړی دونتسک او وروسته بیا کرسک کې د اوکراین پرضد جګړه پیل کړه.