Asset 1SWN

جوزجان کې د کرنې ناورین؛ وچکالي او نباتي ناروغي کرنیز فصلونه ګواښي

R

 جوزجان د افغانستان یو له شمالي ولایتونو څخه دی چې ۸۰ سلنه وګړي یې پر کرنه او مالدارۍ بوخت دي. پرله‌پسې وچکالي، د اوبو نشتوالی او نباتي افتونو د دغه ولایت بزګران له مهمو ننګونو  څخه دي چې دا مهال ورسره مخامخ دي.

د جوزجان یوه بڼوال حاجي مخي سلام‌وطندار ته وويل، د پرله‌پسې وچکاليو له امله د کرنيزو محصولاتو حاصلات په بې‌ساري ډول کم شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دى وايي، پخوا به يې له يوه من غنمو  څخه تر ٣٠ منه حاصل ترلاسه کاوه، خو اوس دا شمېر ۸ منو ته راښکته شوې ده.

نوموړی یې اصلي لامل وچکالي او نباتي آفتونه بولي. نوموړي وویل: «په وروستیو کلونو کې په زیاته اندازه د وچکالۍ اغېزې زغموو. مونږ بزګران او باغ لرونکي له دې اړخه د پام وړ زیانمن ولیده. اکثره نباتات او کرنیز بوټي د باران کموالي او وچکالۍ له امله په ریښه کې ورک شول. هېڅ وخت مونږ داسې وچکالي نه وه لیدلې.»

حاجي مخی د وچکالي په ګډون نباتي ناروغي هم د محصولاتو د کموالي لامل بولي او له کرنې وزارت غوښتنه کوي، څو د تشخیص او مبارزې لپاره له ګاونډيو هېوادونو سره په همکاري څېړنې ترسره کړي.

هغه وړاندې وویل: «لازمه ده کرنې وزارت خپل متخصصین ددغو نباتي ناروغیو د پېژندنې لپاره ولایت ته را ولیږي. ګاونډي هېوادونه له دغې ستونزې سره د مبارزې په برخه کې بریالي شوي دي. په کار ده د هغوي له تجربو نه ګټه واخلي.»

د جوزجان د خواجه دوکوه ولسوالي اوسېدونکی یوسف هم وايي، په وروستیو څو کلونو کې د نباتي ناروغیو له امله په دې نه دی بریالی شوی چې له خپلې کرنیزې ځمکې د قناعت وړ حاصل ترلاسه کړي. «۵ کاله کېږي چې د کرنیزو ځمکو له حاصلاتو مو هیڅ ګټه نه ده ترلاسه کړې. څه مو چې لرل په ځمکه کې مو وکرل خو فایله مو ترې ونه کړه. هر کال توان کوو. اقلیمي بدلونونو او د بارانونو کمښت ټول ځمکوال زیانمن کړي دي.»

بل‌خوا د کرنې چارو کارپوه انجینیر عبدالرشید د کرنیزو محصولاتو لپاره د اورښت پر اهمیت ټینګار کوي او وايي، که د اورښت کچه د  ۵۰ ملي مترو څخه  ټیټه وي، نو حتما په کرنیزو محصولاتو کې کموالی راځي.نوموړي وویل د جوزجان خاوره ریګ لري او زیاتو اوبو ته اړتیا لري چې له همدې امله د دې ولایت کروندګر له ستونزو سره مخ دي.

د عبدالرشید په وینا، کومې روانې اوبه چې له سرپل او بلخ څخه د جوزجان ځینو ولسوالیو ته راځي، د پام وړ کمې شوي چې ورسره واښه هم کم شوي خو ناروغۍ زیاتې شوي دي. «هر کله چې د اوبو اندازه له ۵۰ ملی مترو څخه زیاته شي، د قناعت وړ حاصل ورکوي.له دې پرته کروندګر نشي کولی له خپلې کرنې ښه حاصلات تر لاسه کړي، اقلیمی بدلونونو په ټولو برخو منفي اغېرې کړې دي.»

 د جوزجان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس عبدالقادر وحدت له سلام‌وطندار سره په خبرو کې د کروندګرو ستونزې تایید کړې او ویې ویل چې د دغو ستونزو د حل لپاره اوږدمهاله پلانونه تر لاس لاندې لري.د کرنې رئیس وايي، د کرنې وزارت په همکارۍ تردې مهاله یې هغه نیالګي چې کمو اوبو ته ضرورت لري ددغه ولایت په دښتو کې کېنولي دي.

نوموړی وايي: «جوزجان د کرنې لپاره پراخه ساحه لري خو کافي اوبه نه لري. ددې ولایت د اوبو سرچینې له ګاونډيو ولایتونو سره تړلې دي. که چېرې وچکالي راځي د جوزجان زیاته اندازه خلک زیان ویني. متاسفانه کرنې وزارت ددې ستونزې د حل لپاره کافي بودیجه نه لري.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

جوزجان د هېواد په شمال کې پروت هغه ولایت دی چې د اوبو ډېرې کمې سرچینې لري. ددې ولایت کروندګر د اړتیا وړ اوبه له څنګ ولایتونو سرپل او بلخ څخه ترلاسه کوي چې وروستیو وچکالیو دغه سرچینې هم په زیاته اندازه وځپلې.غوښتنې دادي چې په داسې شرایطو کې لازمه ده، کرنې وزارت له همکارو مؤسسو سره په همغږۍ د ستونزې اساسي حل لپاره اغېزمنې لارې چارې وسنجوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام