Asset 1SWN

د پکتيکا شکين ولسوالي اوسېدونکي د ژوند لومړنيو خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري

Paktika-1-1024x576 (1)

د پکتیکا شکین ولسوالي اوسېدونکي وايي چې د ژوند لومړنیو خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري او له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د دغې ولسوالي یوشمېر اوسېدونکو سلام‌وطندار ته وویل، د روغتيا، پوهنې، مخابراتو، پاکو اوبه او د سړکونو جوړېدو برخو کې ورته د پام وړ کار نه‌دی شوی چې له امله يې ستونزو سره مخ دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د شکين ولسوالي اوسېدونکي اخترجان وویل: ««اول زموږ کلي کې ۱۷۰ کوره  دی کلينک نلرو، مکتب نلرو د شکين د ولسوالي له مرکز ۱۲ کيلومتره لرې دی خو په ژمي کې ناروغ مرکز ته رسيده ګي نشي کولی. د شکين ولسوالي اطراف بيخي پاتې دي بيخي کار ندی ورته شوی نه په تېر حکومت کې او نه اوس کار ورته شوی دغه سيمې بيخي پاتې دي.»

د یادې ولسوالي یوه بل اوسېدونکي دواجان وویل: «د اوبو برخه کې يقينا زموږ خلکو ته ډېر تکليف دی چې کله باران وشي بيا په لګډو يا خوړو کې اوبه پيدا کيږي چې هغه نه وي خلک يې له ډېر لرې ځايونو راوړي.د څښاک اوبو ډېر زيات تکليف دی او د ځمکو خړوبولو لپاره اوبو زياتره باغونه وچ شول دا هم زيات تکليف دی نو دې زيات ضرورت دی چې چک ډيم او يا ډيم راته جوړ شي او يا ژورې څاه ګانې راته وکيندل شي دې زيات ضرورت دی.»

د شکين ولسوالي اوسېدونکی عیدمحمد وايي چې د دغې ولسوالۍ په ډېری سيمو کې د ښوونځيو نشتون له امله زده‌کوونکي د متوسطه زده‌کړو لپاره تر ۱۰ کيلومتره زيات پلی مزل کوي.

هغه وویل: ««د پوهنې رياست لخوا د شکين ولسوالي ته د پوهنې برخه کې نده شوې. زموږ داسې شاګردان او ابتدايه ښوونځي لرو چې زموږ شاګردان او واړه ماشومان ډ متوسطه زده کړو لپاره لس کيلومتره پياده مزل کوي.»

محمدالله چې د یادې ولسوالي اوسېدونکی بیا وايي، د ولسوالي له مرکز پرته په نورو سيمو کې مخابراتي شبکې کار نه کوي چې دوی يې له ستونزو سره مخ کړي. «په مرکزي سيمو کې انتن کار کوي خو په ځينو ځايونو کې هيڅ کار نه کوي موږ له مرکزي ادارې غواړو مونږ ته دې مخابراتو برخه کې انتنونه فعال شي چې ټليفون لپاره ترې کار واخلو.»

د پکتيکا والي ملاعبدالخالق عابد وويل، څه موده وړاندې یې د شکين په ګډون ډيورنډ فرضي کرښې سره پرتو ولسواليو کې د ښوونځيو، کلينکونو، سړکونو او د پاکو اوبو رسونې په برخه کې د ۶۱ پروژو چارې پيل کړي.

هغه ډاډ څرګند کړ چې د محرومو سيمو د خلکو ستونزو ته رسيدنه کوي. «موږ د لرې پرتو بلکې د سرحدي ولسواليو لپاره د ښوونځيو، کلينکونو، سړکونو جوړولو او همداشان پاکو اوبو رسونې برخه کې ځينو پروژو کارونه پيل کړي او که ځينې لرې پرتې سيمې له خدمتونو پاتې وي هغو ته به هم انشاالله خدمتونه وړاندې کوو.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د شکين ولسوالي اوسېدونکو همدارنګه وويل، د ولسوالي د ودانۍ نشتون په وجه، د اداري کارونو خلاصولو پرمهال، له ستونزو سره مخ دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام