Asset 1SWN

سلام وطندار

د هېواد په شمالي او لوېدیځو ولایتونو کې د چټکو بادونو اټکل شوی

GelRNM8XkAIY9EV

د هواپېژندنې ریاست مسوولان وايي چې نن جمعه، لیندۍ ۲۳مه د هېواد په شمالي او لوېدیځو ولایتونو کې د چټکو بادونو اټکل شوی دی.

د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت اړوند د هواپېژندنې ریاست په یوې خبرپاڼه کې ویلي، بېلابېلو سیمو کې به د بادونو چټکتیا په یوه ساعت کې له ۵۰ تر ۸۰ کیلومترو پورې وي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یاد ریاست داسې مهال په یوشمېر ولایتونو کې د سختو بادونو د اټکل په اړه خبرداری ورکوي چې ډېری ولایتونو کې ژمۍ په رانږدې کېدو دی او هوا ورځې تر بلې سړېږي.

په خبرپاڼه کې د بادونو دغه اټکل یوازې د نن ورځې تر پای شوی دی.

د روان کال چنګاښ میاشت کې د ننګرهار په ګډون څو ولایتونه د سختو بادونو، بارانونو او سېلابونو شاهد وو چې د حکومت د شمېرو له مخې، ۵۲ کسانو په‌کې خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د هوا پېژندنې ریاست له دې وړاندې هم په هېواد کې د اورښتونو او له امله یې، د سېلابونو راوتلو په تړاو هېوادوالو ته خبرداری ورکړی او لارښوونه یې کړې چې د سیندونو غاړو ته له ورتګ ډډه وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام