Asset 1SWN

سلام وطندار

پر حقاني برید؛ متقي: هېوادونه دې ظالمانو ته ځای نه‌ورکوي

20241212_203258

د بهرنيوچارو وزارت سرپرست مولوي اميرخان متقي وايي، خلیل‌الرحمن حقاني یو صادق کس و او په وینا یې، هغه کسان به اور کې سوزي چې داسې صادقه خلک په شهادت رسوي.

هغه دغه څرګندونې پنج‌شنبه، لیندۍ ۲۲مه د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست خليل‌الرحمان حقاني جنازې مراسمو کې کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

متقي زیاته کړه چې داعش ډلې د تېر یوه کال پرمهال په هېواد کې اووه بريدونه کړي چې په وینا یې، تلفات يې هم لرل. د نوموړي په وینا، د شویو اوو بریدونو له ډلې یې، د شپږ هغو پلان له هېواده بهر شوی دی.

د بهرنیوچارو وزارت سرپرست ټينګار وکړ چې  پر حقاني د شوي برید پلټنه به کوي، څو معلومه کړي چې دغه برید چېرته پلان شوی.

هغه پرته له دې چې د کوم هېواد نوم واخلي، وويل، هېوادونه دې په داسې ظالمانو سترګې نه پټوي او نه‌دې ورته ځای ورکوي.

نوموړي وويل:«خليل‌الرحمان حقاني يو صادق شخص و. داسې صادق چې هر څوک په شهادت رسوي، دا اثرات لري او په اور کې به يې هغه خلک سوزي چې داسې خلکو ته مراکز ورکوي او ساتي يې. موږ د سيمې په ټولو هېوادونو غږ کوو چې د داسې دښمن چې هېڅ ارزښت نه‌پيژني، بايد په ګډه يې مخه ونيسو.»

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست تېره ورځ د ياد وزارت په انګړ کې د یوې چاودنې پرمهال شهید شو چې پرون یې، پکتیا کې د جنازې مراسم ترسره شول.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د نوموړي جنازه چې د پکتيا ګرده څېړۍ ولسوالي د سرانې په کلي وشوه، ګڼو لوړپوړو چارواکو او زرګونو عامو خلکو په‌کې ګډون کړی وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام