د سوریې د ولسمشر بشارالاسد د حکومت مخالفو وسلهوالو د دغه هېواد له پوځ سره تر درېورځنۍ جګړې وروسته د سوریې د حما ښار نیولی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د سوریې حکومت مخالفو وسلهوالو پرون د دغه هېواد پوځ له حما ښار څخه اېستلی دی.
د راپور له مخې، د سوریې حکومت مخالفو وسلهوالو د یاد ښار له نیولو وروسته د دغه هېواد یوه بل لوی ښار حمص ته ورغلي دي.
خو د سوریې پوځ اعلان کړی چې د ملکیانو خوندیتوب او په ښار کې د جګړې مخنیوي په موخه یې له حما څخه شاتګ کړی دی.
د بشارالاسد حکومت مخالفو وسلهوالو تېره اوونۍ د دغه هېواد په شمال کې د حلب ښار هم نیولی و.