د سره صلیب نړیوالې کمېټې د اورتوپیدي مرکز مسوول عصمتالله قاضيزاده وایي، د روان ۲۰۲۴ کال د ډسمبر میاشت پورې هلمند کې د ۱۸زره معلولانو درملنه شوې.
د نوموړي په وینا، د جګړو پای ته رسېدو له امله د قربانیانو شمېر کم شوی، خو د نورو پېښو قربانیان اوس هم زیاتېږي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي وویل: «هغه ناچاودي توکي چې پاتې دي، کله ناکله ماشومان پرې ټپي کېږي او ان ژوند له لاسه ورکوي. سربېره پر دې، موږ ته د هلمند ترڅنګ د کندهار، زابل، روزګان، نیمروز او دایکندي ولایتونو ناروغان هم مراجعه کوي.»
نوموړي زیاته کړه چې د مرکز لهخوا معلولانو ته مصنوعي غړي جوړ شوي او ځینو ته د حرکت اسانتیا لپاره ولچرونه هم ورکړل شوي دي.
د دغه مرکز د اورتوپیدي برخې ډاکټر محمدکریم ژوند وایي، د جګړې قربانیانو تر څنګ، د نورو روغتیايي ستونزو له امله هم د معلولانو شمېر زیات شوی دی.
هغه وویل: «زموږ خدمات یوازې د جګړې قربانیانو لپاره نه دي، بلکې د پولیو وهلي، د مغزي فلج، د وینې لوړ فشار او د ترافیکي پېښو قربانیان هم پکې شامل دي. هر ډول ناروغان چی موږ ته مراجعه کوي، موږ د امکان تربریده امکانات ورته برابروو.»
هلمند کي معلولان د دغه مرکز له فعالیتونو خوښ دي. اغاګل چې د جګړې له امله فلج شوی، د درملنې د اسانتیاوو ستاینه کوي. «پټي کې مې کار کاوه، ټپي شوم، دواړه پښې مې فلج دي. د دې حالت له امله ډېر کړیږم.»
نوراحمد فرقاني چې د سړک غاړې ماین په چاودنه کې معلول شوی دی. دی وايي: «اوس جګړه ختمه شوې، خو زه په یوې چاودنه کې ټپي شوم دواړی پښې او سترګې مي له لاسه ورکړې دي.»
د معلولانو نړیواله ورځ د دې لپاره ځانګړې شوې چې د خلکو پوهاوی زیات شي او معلولان د ټولنیز ژوند په ټولو برخو کې فعاله ونډه ولري.
افغانستان کې د جګړې د اوږدې مودې ترڅنګ، د نورو پېښو او ناروغیو له امله هم معلولیت یوه ستره ننګونه بلل کېږي. که څه هم جګړه پای ته رسېدلې، خو لا هم د ناچاودو توکو، ترافیکي پېښو او روغتیايي ستونزو له امله د معلولانو شمېر پر زیاتېدو دی.
د سره صلیب نړیواله کمېټه د دې ستونزې د کمولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي او معلولانو ته مصنوعي غړي، ولچرونه او د درملنې نورې اسانتیاوې برابروي.