Asset 1SWN

سلام وطندار

افغانستان خپله ډېره سوداګریزه راکړه‌ورکړه د چابهار بندر له لارې کوي

OIP (1)

د افغانستان، هند، ایران او اوزبیکستان استازیو نن شنبه، لیندۍ یوولسمه ممبی ښار کې د یادو هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټ او له چابهار بندر د ګټې‌اخیستې او سوداګریزې راکړې ورکړې پراخیتا په تړاو بحث او خبرې کړې دي.

تهران ټایمز په یوه راپور کې ویلي چې د یادې ناستې ګډونوالو د کمرګي چارو اسانولو، د لېږد رالېږد چارو پیاوړتیا او چابهار بندر کې پر پانګونې او پراختیا ټينګار کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په راپور کې ویل شوي: «ګډونوالو بندر کې اوسنی ظرفیت او زېربناوې ارزولي او د سوداګرۍ پروړاندې د خنډونو له هغې ډلې، د بوروکراتیک، لوجیستیک او زېربنايي ستونزو په اړه خبرې وکړې، دوی د ګمرکي چارو ساده کولو، لېږد رالېږد پیاوړتیا او چابهار بندر کې د پانګونې پراختیا وړاندیز کړی.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام‌ اخند‌زاده جواد سلام‌وطندار ته وايي چې افغانستان اوس خپله ډېره سوداګري د چابهار بندر او بندر عباس له لارې کوي.

هغه وویل: «چابهار بندر د افغانستان لپاره سوداګریز او ټرانزیټي بندر دی چې موږ وکولای شوای چې دې بندر کې لازمې اسانتیاوې لکه د سوداګرۍ لپاره مو ازاده سیمه او ځمکه برابرول، دې بندر کې د سوداګریزو توکو خوندیتوب، له دې بندر ګټه واخلو، اوس د چابهار بندر او بندرعباس له لارې زموږ ډېره سوداګریزه راکړه ورکړه کېږي.»

شنونکي هم د افغانستان لپاره د چابهار بندر پر ارزښت ټينګار کوي او د شته حل غوښتنه لري. د اقتصادي چارو شنونکي ایرج فقیري وویل: «هر کله چې وکولای شو، ځمکنۍ سوداګري پراخه کړو، کولای شو چې ښه ګټه ترلاسه کړو او چټکتیا ورکړو، اقتصادي چارو ته، د چابهار بندر افغانستان لپاره د مرستندویه اهرام په توګه دی.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت خونې مسوولانو له دې وړاندې ویلي، افغانستان هر کال د ایران له بندرعباس او چابهار بندر څخه د څه باندې یونیم میلیارډ ډالرو په ارزښت توکي واردوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام