Asset 1SWN

سلام وطندار

کورنیوچارو وزارت: د تریاکو کښت زیاتوالي په اړه د ملګروملتونو راپور واقعیت نه‌لري

تریاک-چرس کښتونه

د کورنیو چارو وزارت افغانستان کې د تریاکو کښت او تولید زیاتوالي په اړه د ملګروملتونو راپور رد کړی او هغه یې، له «واقعیت لرې» بللی دی.

د یاد وزارت ویاند عبدالمتین قانع پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې افغانستان کې د تېر یوه کال پرمهال د تریاکو کښت او تولید راکم شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په خبرپاڼه کې ویل شوي: «نشه‌يي توکي ویجاړونکی بوټی دی او د اسلام دین له نظره حرام دی؛ اسلامي امارت دې امر ته په پام او د مشرتابه د فرمان پر بنسټ، دې پدیدې پروړاندې مبارزه د خپلو کارونو په لومړیتوبونو کې لري.»

له نشه‌يي توکو او جرمونو سره د ملګروملتونو دفتر چهارشنبه، لیندۍ اوومه په یوه راپور کې ویلي چې تېرکال ته په کتو افغانستان کې د تریاکو کښت ۳۰سلنه لوړ شوی دی.

د دې بنسټ د راپور له مخې، روان کال افغانستان کې ۴۳۳ ټُنه تریاک تولید شوي چې ارزښت یې، شاوخوا ۲۶۰ میلیونه ډالره اټکل شوی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته افغانستان کې د تریاکو کښت، تولید او خرڅلاو بند شوی او ادعا کوي چې دا مهال هېواد کې د نشه‌يي توکو کښت او تولید تېرو شلو کلونو ته په پام ډېر کم شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام