Asset 1SWN

سلام وطندار

کندهار کې لسګونه بڼوالو ته د بڼ جوړونې روزنه ورکړل شوه

IMG-20241127-WA0003

د کندهار د کرنې ریاست مسوولان وايي چې د یاد ولایت په خاکرېز ولسوالي کې لسګونه بڼوالو ته د بڼوالۍ اړوند برخه کې روزنه ورکړل شوه.

بڼوالو ته دغه روزنه د اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه، د (UNDP) په مالي ملاتړ او د سولۍ بنسټ موسسې په تخنیکي همکاري ورکړل شوې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دې روزنې هدف د بڼوالو ظرفیت لوړول او د کښتونو مدیریت کې د غوره لارو چارو وړاندې کول وو.

د کندهار د کرنې ریاست ویاند محمدحنیف حقمل سلام‌وطندار ته وویل چې په دې پروسه کې بڼوالو ته یوازې نظري درسونه نه، بلکې عملي روزنه هم ورکړل شوه.

په دې اړه، بڼوالو ته د بڼ جوړونې، ښاخ‌ پرې کولو، د هرزه وښو مخنیوي، د حاصل راټولولو، د حاصلاتو ذخیره کولو، بسته‌بندۍ او مارکیټ ته د عرضه کولو په اړه معلومات ورکول شول.

نوموړي وویل: «په ځانګړې توګه، ۳۰ بڼوالو ته د انارو بڼ جوړونې په اړه روزنه ورکړل شوه، او ۱۰ نورو ته د انځرو په برخه کې د ناروغیو او آفتونو مخنیوي لپاره ځانګړې روزنه ترسره شوه.»

حقمل زیاتوي چې د دې روزنې په پایله کې بڼوال وکولای شي، په خپلو کښتونو کې د هرزه وښو د مخنیوي لپاره اړین تدابیر ونیسي چې په پایله کې به یې د کښتونو حاصلات زیات او ښه کیفیت لرونکي شي.

په ورته وخت کې، روزل شوي بڼوال د دې پروګرام څخه خوښ دي او د هرزه وښو د مخنیوي په برخه کې د نورو روزنیزو پروګرامونو د جوړولو غوښتنه کوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

یاده دې وي چې مخکې له دې هم دغه بڼوالو ته اړین بڼوالي وسایل لکه یوه المونیمي زینه، د حاصلاتو راټولولو کڅوړه او د انتقال لپاره ځانګړې جالي ورکړل شوې وې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام