Asset 1SWN

سلام وطندار

د ماشومانو نړیواله ورځ؛ «د ورځې ۱۰۰ یا ۵۰ افغانۍ پیدا کوم او کور ته ډوډۍ وړم»

R (2)

نن چهارشنبه، د نومبر ۲۰مه د ماشومانو له نړیوالې ورځې سره برابره ده. دغه ورځ داسې مهال نمانځل کېږي چې افغانستان کې زرګونه ماشومان د لوږې، قحطۍ او نورو ننګونو سره لاس او ګرېوان دي.

د فقر نړیوال شاخص د راپور له مخې، ۵۸،۹ سلنه ماشومان بې‌وزلي سره مخ دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

بې‌وزلي، وزګارتیا او د سرپرست نشتوالي ډېر ماشومان اړ کړي چې د کابل پر سړکونو کار وکړي او د خپلو کورنیو اړتیاوې برابرې کړي.

۱۱کلن شاداب له څلور کلنۍ راهیسې د کابل پر سړکونو مُچي‌توب کوي. دی وايي: «څلور کاله کېږي چې کار کوم. کور کې څوک نه‌لرم. د ورځې ۱۰۰ یا ۵۰ افغانۍ پیدا کوم او کور ته ډوډۍ وړم. کوچنی ورور هم لرم. غواړم کور کې واوسم، ښوونځي ته لاړ شم او زده‌کړې وکړم. پيسې، قلم او کتابچه ولرم.»

په ورته مهال ۱۲کلن شعیب هم وايي: «بوټان رنګوم، وضعیت خراب دی. دلته کار کوم چې یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړم. د ورځې یونیم سل یا دوه افغانۍ پیدا کوم. تر شپې یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کوم.»

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا OCHA د سږني کال د شمېرو پر بنسټ، افغانستان کې ۱۹سلنه ماشومان پر کار بوخت دي.

هره ورځ ډېری ماشومان له لوږې سره ښوونځي ته ځي او د بې‌وزلي تر کرښې لاندې دوه میلیونه او ۹۰۰زره نور ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي.

محمدامین هغه ماشوم دی چې هلمند کې د سړک پر سر لاسي توکې پلوري. هغه د نورو ماشومانو په څیر ښوونځي ته تلل خوښوي؛ خو بې‌وزلي کار کولو ته اړ کړی. «زه بې‌وزله یم او نشم کولای چې ښوونځي ته لاړ شم. له سهار تر ماښامه دلته بوخت یم. دا کار ډېر ستونزمن دی او غواړم چې ښوونځي ته لاړ شم. غواړم ډاکټر ای انجینیر شم.»

فريد له زده‌کړو بې‌برخې دی او اړ دی چې په لارو کوڅو کې اوسپنې راټولې کړي او د کورنۍ د اړتياوو برابرولو لپاره يې وپلوري. «پیسې نه‌لرم، اوسپنې راټولوم، خرڅوم یې او ډوډۍ پرې اخلم. زده‌کړې نه‌کوم او اوسپنې راټولوم. د ورځې تر ۳۰ افغانۍ پیدا کوم او کور ته یې وړم.»

د ماشومانو د حقونو یوه فعاله مژده عزیزي وايي، په سختو کارونو کې د ماشومانو بوختیا د دې لامل کېږي چې له زده کړو بې برخې شي او راتلونکې یې له جدي خطر سره مخ شي. «ماشومان له زده‌کړو او ماشومتوب لرې پاتې او نه‌شي کولای ښه ژوند ولري. همداراز له روحي اړخه پر دوی بد اغېز کوي او نه‌شي کولای شي چې ښه راتلونکې ولري. بل‌خوا پر ټولنې هم منفي اغېز لري.»

په همدې حال کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت چارواکي وايي چې په تېرو څو لسیزو کې ماشومان د طبیعي پېښو او جګړو قرباني شوي دي.

د دغه وزارت ویاند سمیع الله ابراهیمي په هېواد کې دګڼ شمېر بې وزلو ماشومانو له شتون سره سره وايي، سرپرست حکومت د ماشومانو د ستونزو د هواري لپاره هڅې کړي. «کابل او ولایتونو کې روزنتونونه فعال شوي چې دې روزنتونونو کې نږدې لس زره ماشومان ژوند کوي. خواړه، پوښاک، روغتیايي خدمتونه او ژوند ته یې، پام کېږي. ټول د وزارت له بودیجې ورکول کېږي.»

د ماشومانو نړیواله ورځې په مناسبت په افغانستان کې د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا OCHA ویلي، افغان ماشومان د سوله‌ییز ژوند او زده‌کړو ته د لاسرسي او روښانه راتلونکي هیله لري.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د دغې ورځې په مناسبت اروپايي ټولنې د افغانستان له ماشومانو سره د ښوونیزو پروګرامونو، روغتیايي خدمتونو او ورته برخو کې د خپل ملاتړ او ژمنتیا ډاډ ورکړی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام