Asset 1SWN

جبالیه کې د بریدونو له امله ۵۰ کسان وژل شوي

2024-11-07T091814Z_87021504_RC2TZAALR35A_RTRMADP_3_ISRAEL-PALESTINIANS-GAZA-1730972157

غزه کې د اسراییلو د روانو عملیاتو په لړ جبالیه سیمه کې د نښتو پرمهال ۵۰ کسان خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

اسراییلو د روانو عملیاتو په اړه په تازه خپرو کړیو عملیاتو کې ویلي چې جبالیه کې د دوی د پوځ د ۱۶۲مې څانګې عملیات او نښتې روانې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

له څو اوونیو راهیسې کلابند بیت‌‌‌لاهیا سمه کې د روانو پراخو پوځي عملیاتو له امله ګڼ‌شمېر ملکیان ایسار پاتې او د خوړو او درملو ترڅنګ له نورو روغتیايي خدمتونو هم محروم دي.

تېره اوونۍ بیت‌لاهیا کې چارواکو وویل چې د یادې سیمې اوسېدونکي د کلابندۍ له امله د خوړو، اوبو، ډاکټر، خدمتونو او اړیکو نشتون سره مخ دي.

بل‌خوا اسراییلو د لوېدیځې غاړې پر تولګرام کډوالو کمپ یرغل کړی او له بلدوزرونو او زغره‌والو موټرو سره دې سیمه ته ورننوتي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د فلسطین وفا خبري اژانس دې سیمه کې د سختو نښتو خبر هم ورکړی دی. د ټولګرام په نورشمس سیمه کې پر اسراییلي ځواکونو د بریدونو پخلی هم شوی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام