د سرپرست حکومت مسوولان وايي چې د ملګروملتونو سازمان کې د افغانستان د سیاسي استازولي څوکۍ غصب شوې او په وینا یې، دوی ته باید وروسپارل شي.
د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت سلاموطندار ته وايي، دغه څوکۍ د اسلامي امارت حق دی او ملګري ملتونه دې د ورسپارلو لپاره له دغه حکومت سره پرېکړه وکړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
فطرت ویلي، دا مهال ملګروملتونو کې د افغانستان څوکۍ غصب شوې. «تر دې دمه دغه څوکۍ غصب شوې او دا وضعیت باید بدلون وکړي او څوکۍ دې د افغانستان استازي ته ورکړل شي.»
د سرپرست حکومت له لوري ملګروملتونو کې د افغانستان څوکۍ ته ورپېژندل شوی استازی سهیل شاهین ټينګار کوي، که دغه څوکۍ د سرپرست حکومت واک ورکړل شي، سرپرست حکومت کولای شي په ښه توګه د افغانانو استازیتوب وکړي او په نړۍوالو موضوعاتو کې هم ښه او اغېزناک رول ولوبوي.
هغه وویل: «که ملګروملتونو کې د افغانستان څوکۍ اسلامي امارت ته ورکړل شي، دغه حکومت نړیوال سټېچ کې د افغانستان ښه استازولي کولای شي او نړیوالو قضیو کې هم خپل رول لوبولی شي.»
ویل کېږي چې دا مهال په ملګروملتونو کې د افغانستان څوکۍ د افغانسان د مخکیني حکومت د ډیپلومات په واک کې ده.