Asset 1SWN

افغانستان نن د بنګله‌دېش پر وړاندې یو ورځنۍ لوبه کوي

Afghanistan-vs-Bangladesh-2

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله نن ماسپښین ۲:۳۰ بجې د بنګله‌دېش کرېکټ ملي لوبډلې سره د یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ، لومړۍ سیالي کوي.

ټاکل شوې چې دغه لوبه نن چهارشنبه، نومبر شپږمه د عربي متحده اماراتو په شارجه کرېکټ لوبغالي کې پیل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دواړو لوبډلو له تېرو څو ورځو راهیسې دې لوبې ته د چمتووالي په موخه تمرینات کړي دي.

افغانستان او بنګله‌دېش له دې وړاندې په وروستیو پنځو یو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې چې سره مخ شوي، وروستۍ درې یو ورځنۍ لوبې، بنګله‌‌دېش او پاتې دوه افغانستان ګټلې دي.

په ټوله کې افغانستان او بنګله‌دېش تر دې مهاله ۱۴ یو ورځنۍ نړیوالې لوبې کړي چې ۸ یې، بنګله‌دېش ګټلي او شپږ بیا افغانستان په خپل نوم کړي دي.

افغانستان خپلو وروستیو پنځو یو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې درې لوبې ګټلي، یوه یې، بایللې او یوه یې، د باران له امله لغوه شوې.

بنګله‌دېش بیا کړیو پنځو سیالیو څخه درې ګټلي او دوه یې، بایللې دي.

د یادو لوبو کوربه افغانستان دی او د لوبلړۍ د ګټلو لپاره ښه دریځ لري، ځکه وروستیو کې افغان لوبغاړي ښه فام کې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

بنګله‌دېش بیا په کور دننه په ټسټ لوبو کې د سوېلي‌‌افریقا له لوري له سختې ماتې سره مخ شوی او له همدې امله به دې لوبو کې تر فشار لاندې وي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام