د لوګر د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست چارواکي وایي چې د ا.ا له راتګ سره سم د دغه ولایت په مرکز پلعلم او لروپرتو ولسوالیو کې مخابراتي او انټرنېټې خدمات پراخه شوې دي.
د دغه ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست ریيس مولوي مطیعالله عابد د محمداغې ولسوالي «ابازک» سیمه کې د افغان بېسم مخابراتي سایټ پرانېست غونډې ته وویل، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او ولسي وګړو په غوښتنه په مرکز پلعلم او لروپرتو ولسوالیو کې د بیلابیلو شبکو ۱۵ نوي مخابراتي سایټونه پرانېستل شوې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي همدارنګه زیاته کړه، د ټولو خصوصي مخابراتي او انټرنېټې کمپنیو له لوري په مرکز پل علم کې فورجي انټرنېټې خدمات هم پيل کړي دي.
لوګر مخابراتو رییس زیاته کړه، هڅه کوي چې د لوګر ولایت لرو پرتو ولسوالیو څرخ، خروار او ازره کې هم د خلکو اړتیا له مخې ټیلفوني او انټرنېټې خدمات رامنځته کړي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د څارنې ریيس مولوي طارق فاروقي یوې غونډې ته ویلي چې په تېرو درېوو کلونو کې مخابراتو وزارت د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې د مخابراتي فعالیتونو لپاره زر نوي سايټونه پرانېستلي دي.