Asset 1SWN

سلام وطندار

یو‌اېن‌‌ډي‌پي‌ درېوو کلونو کې له ۷۵زره افغان کسب‌ګرو ښځو ملاتړ کړی

giz-hero

د ملګروملتونو سازمان د پرمختیايي پروګرام «UNDP» مسوولان وايي، تېرو درېوو کلونو کې د دغه بنسټ له لوري د شاوخوا ۷۵ زره کسب‌ګرو ښځو ملاتړ شوی دی.

افغانستان کې د ملګروملتونو د پرمختیايي پروګرام مشر سټیفن روډریګز سلام‌وطندار ته وویل، دغې ښځې د خیاطۍ، غالۍ اوبدلو، د خوراکي توکو تولید او پروسس او ځینو نورو برخو کې فعالیت لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وویل: «له ۲۰۲۱ میلادي کال راهیسې مونږ له ۷۵زره متشبثو ښځو چې کوچني کاروبارونه یې درلودل، مختلفو برخو کې ملاتړ کړی. ما داسې ډېرې ښځې لیدلي چې هغوی د خیاطۍ، غالۍ اوبدلو، لبنیاتو او نورو برخو کې کار کوي.»

یوشمېر هغه ښځې چې د ملګروملتونو سازمان له لوري یې مرستې ترلاسه کړي، وايي، د دغو مرستو له لارې توانېدلي چې د خپلو کورنیو خوراکي اړتیاووې برابرې کړي.

د جوزجان اوسېدونکې سلما چې د چرګانو د روزنې فارم لري، وايي، د داسې یوه بنسټ له لوري ورسره د ۳۰ چرګانو مرسته وشوه چې د ملګروملتونو له لوري یې ملاتړ کېده. هغې وویل، د چرګانو روزلو له دغه کوچني فارخ څخه د خپلې کورنۍ خوراکي او غیرخوراکي اړتیاووې تامینوي.

نوموړې وویل: «۳۰ چرګانې د یوې موسسې له لوري راکړل شوې او له دې لارې مې خپلې اړتیاوې برابرولې او دا بې‌وزله کورنیو سره لویه مرسته ده. په ځانګړې توګه مالداري او د چرګانو روزنې برخه کې. غوښتنه مو دا ده، هغه مېرمنې چې بې‌وزله دي، دا مرستې ورسره په دوامداره توګه وکړي او وکولای شي چې له دې لارې د خپلې کورنۍ اړتیاوې برابرې کړي.»

د غزني اوسېدونکې مرضیه چې د مالدارۍ کاروبار کوي، وايي، د ملګروملتونو له لوري چې ورسره دې برخه کې کومه مرسته شوې، اوس ورڅخه ښه عاید ترلاسه کوي. «د کار زمینه راته برابره شوې او ښه عاید لرم او زموږ په سیمه کې زما په ځېر ډېرې مېرمنې مالداري او د چرګانو روزنې فارمونه لري.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د اطلاعاتو پر اساس، دامهال کابل ښار او ولایتونو کې شاوخوا ۵۰ زره مېرمنې د چرګانو روزلو، مالدارۍ، خیاطۍ او نورو برخو کې په غیررسمي ډول په کار بوختې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام