Asset 1SWN

سلام وطندار

کېیف: اوکرایني ځواکونه د روسیې د ستربرید مخنیوي په حال کې دی

-1x-1

کېیف کې یو لوړپوړی پوځي چارواکی وايي چې اوکرایني ځواکونه پر دغه هېواد د برید له پیل راهیسې د روسیې تر ټولو ستر «برید» د مخنیوي په حال کې دي.

جنرال الکساندر سیرسکي پر خپل ټیلیګرام لیکلي: «د اوکراین وسله‌وال ځواکونه د روسیې یو له خورا قوي برید څخه په بشپړه توګه د مخنیوي په حال کې دي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

روسیي ځواکونو له ۲۰۲۲ کال راهیسې د لومړي ځل لپاره سپټمبرمیاشت کې پر اوکراین بریدونو ته زور ورکړی دی.

روسیې روانه اوونۍ اعلان وکړ چې دونباس کې یې، له اوکرایني ځواکونو دوه نور ښارګوټي نیولي دي.

د دغه هېواد د رسنیو ګروپ « Agentstvo» چې د اوکراین د ازادو سرچینو نقشه تحلیلوي، معلومات ښيي چې روسیي ځواکونو د اکتوبر ۲۰ تر ۲۷مې یوازې یوې اوونۍ کې د اوکراین ۲۰۰ کیلومټره خاوره نیولې.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

روسیه کې څېړونکي وايي چې دغه هېواد ته د شمالي‌کوریا سرتېرو لېږل او د لوېدیځ له لوري د جګړې پای ته رسولو څرنګوالی، جګړه یوې خطرناکې مرحلې ته رسولې.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام