Asset 1SWN

سلام وطندار

جوزجان کې په ۷۰میلیونه افغانۍ د نوري فایبر پروژې د لومړي فاز چارې پیل شوې

نوري فایبر

په جوزجان کې د نوري فایبر انټرنټي پروژې «FTTH» د لومړي فاز چارې د ۷۰ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې چې د یاد ولایت اوسېدونکو ته ارزانه انټرنټ برابر کړي.

د یادې پروژې په پلي‌کېدو سره به جوزجان کې کور په کور د چټک او ارزانه انټرنټ د برابراېدو ترڅنګ، د برښنايي حکومتولۍ برخه کې هم اسانتیاوې رامنځته کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

شمال زون کې د افغان ټیلي‌‌کام امر محمدنسیم نظري د دې پروژې پرانېستو مراسمو ته وویل چې د یادې پروژې ټول لګښت د دغه شرکت له لوري ورکول کېږي.

د نوموړي په وینا، د دې پروژې په بشپړېدو سره به د جوزجان اوسېدونکو ته ارزانه او په لوړ کیفیت انټرنټ برابر شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په ورته مهال د یادې پروژې د لومړي فاز په پیلېدو سره به شاوخوا ۴۰۰ کارګرو ته د کارکولو زمینه هم برابره شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام