یوشمېر ښځینه خبریالانې چې د وروستیو درېوو کلونو پرمهال وزګاره شوي او کورناستي ته اړ شوي، وايي، له بد اقتصادي او رواني وضعیت سره مخ دي. سلاموطندار په دغه راپور کې کابل او یوشمېر ولایتونو کې له ۲۰ ښځینه خبریالانو سره خبرې کړې دي.
له دې ډلې شپږ خبریالانې کابل، دوه بامیان، څلور بلخ کې، درې له جوزجان، دوه له کندوز، دوه له سمنګان او یوه له کاپیسا وايي چې له اقتصادي او رواني ستونزو سره مخ دي.
ارزو وداع چې نږدې دوه لسیزې رسنیو، سینما او تیاتر کې کار کړی، له سختو اقتصادي او رواني ستونزو سره مخ ده او هڅه کوي چې له دې ستونزو خلاصه شي. هغه درې کاله کېږي چې وزګاره شوې او د خپل دفتر ټول وسایل یې، د ځان درملنې لپاره خرڅ کړي؛ خو اوس نه څه د پلور لپاره لري او نه هم د خوراکي توکو او درملنې لپاره پیسې ورسره دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه وايي، کله چې وزګاره شوه، د خلکو کورونو اشپزي او کار کولو ته اړ شوې او ډېری وخت سړکونو کې قلمونه پلورل؛ خو ناروغۍ ترې د دې کار توان هم اخیستی دی. «یوه ورځ مې قلمونه پلورل چې شوک راباندې راغی او ولوېدم؛ ډېر مې وضعیت خراب و؛ یوه ګاونډي چې ماته یې، خور وېلې، ډاکټر ته یې، بوتلم. ډاکټر وویل چې د معدې زخم لرې. یو خوا ناروغي، یو خوا اقتصادي ستونزې او بل لورته د کور کرایه، ډېره یې، بېوسه کړې یم.»
ارزو چې د ملګرو په مرسته ښه شوې، وايي، د درملنې لپاره باید پاکستان یا هند ته لاړه شي؛ خو اوس یوې مړۍ ډوډۍ ته حیرانه ده. «پر روح مې ډېر اغېز کړی او اوس مې چپ او ښي لور ته غده ده او ترې ځورېږم؛ له ستونزو سره مخ یم. وویل چې باید پاکستان یا هند ته لاړې شې. قسم راباندې حق نهلرئ، زه خپله اوس هېڅ هم کور کې نهلرم او هر سهار د کور مالک کرایې پسې راځي. لس میاشتې د کور کرایه راباندې پاتې؛ له نانواي ۱۸زره افغانۍ پوره وړې یم او له هټۍوال هم ۹ زره افغانۍ؛ خو بیا هم خدای ته هیله شته.»
لیدا مبارز چې ۱۵ کاله جوزجان کې له رسنیو سره پاتې شوې، وايي، د وزګارتیا له امله پر ژورخپګان، اضطراب او مغزي سکتې سره مخ شوې او اوس له خپلوانو هم د مرستې غوښتنې لپاره شرمېږي. «اوس له روحي ستونزو کړېږم؛ کله ځان سره فکر کوم، که ځانوژنه وکړم، له هر څه به خلاصه شم او دا مې پر روحیه ډېره بده اغېزه کوي؛ خو اړ یم چې ژوند وکړم؛ ځکه دوه ماشومان لرم، باید وې پالم.»
د مرکه شویو ۲۰ مېرمنو له ډلې یې، یوشمېر وايي چې ژوند ته هېله نهلري او فکر کوي چې شتون یې، بېمعنی دی. ګلجان محقق چې بامیان کې خبریاله وه، وايي، له سیاسي تحولاتو وړاندې یې، دغه ولایت کې پنځه کاله له رسنیو سره کار کړی، خو اوس کار نهشي کولای. هغه له وزګارتیا وروسته پر ژورخپګان او رواني اختلالاتو اخته شوې.
هغې وویل: «ما داسې حس کاوه چې زه نوره ټولنه کې مهم نهیم او اصلا ژوند نهشم کولای؛ دورمره روحي ستونزې مې پیدا کړي چې تراوسه ارواحپوه ډاکټر ته مراجعه کوم؛ ځکه ژورخپګان باندې اخته یم؛ څنډې ته شوې یم؛ له ټولنې لرې شوې یم؛ حس کوم چې زه یو اضافه بار یم چې د ټولنې په درد نهلګېږم.»
هغه وايي، پلار یې مړ شوی او د اته کسیزې کورنۍ سرپرسته ده. یوازیني ملاتړ کوونکي یې، خویندې او ورونه و او د وزګارتیا یې، له امله کورنۍ هم له اقتصادي او رواني ستونزو سره مخ ده.
د جوزجان خبریاله نیلوفر نیلګون چې کار کاوه، خپلې او د کورنۍ اړتیاوې به یې، برابرولې، خو اوس وزګاره ده او د خپلو اړتیاوو برابرولو وس نهلري. «له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان وم او د کورنۍ اقتصاد مې سقوط و؛ عاید مو صفر و؛ دې وضعیت زموږ پر روان بده اغېزه وکړه او اوس له رواني اړخه افغانستان کې په امن نهیم او د افغانستان خلک له ډېر قهرجن شوي او وضعیت خراب دی.»
د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د جندر برخې مسووله مطواع کبیر وايي چې د اقتصادي ستونزو او د یوشمېر رسنیو بندېدو له امله رسنیو کې د ښځینه خبریالانو شتون کم شوی دی. هغه وايي، ډېری خبریالان په ځانګړې توګه خبریالانې له وزګارتیا او اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
د نوموړې په وینا، د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې رسنیو کې مېرمنو د وزګارتیا کمېدو لپاره اړین ګامونه پورته کړي دي.
بلخوا د افغانستان د خبریالانو ملي کور بنسټاېښودونکی او مسوول سیدیاسین متین وايي چې دوی کابل او غزني کې د خبریالانو روغتیا او روان لپاره ښوونیز ورکشاپونه جوړ کړي او په وینا یې، عدالتغوښتنه یې روانه ده. «یوشمېر هممسلکان او خویندې کو وزګاره دي او له شک پرته ستونزې شته او موږ خپله هڅه کوو چې دا ستونزې حل کړو او ملي او نړیوالو بنسټونو سره اړیکه کې یوو او تر یوه بریده مو فردي مرستې کړي او دا پروګرام دی.»
ارواحپوه سیدعصمت هاشمي وايي چې وروستیو کې یې، ډېری مراجعین مېرمنې او نجونې دي او له رواني اړخه ځورېږي. «ډېری مېرمنې له ډېپرېشن شکایت لري او ناهیلې دي؛ تل ژاړي؛ تل جنجال کوي؛ شکایت لري او ناراحته وي. د ارامښت احساس نهلري او انرژي یې، کمه ده.»
هڅه مو وکړه چې په دغه راپور کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولانو نظر هم له ځان سره ولرو، خو بریالي نهشو. دا په داسې حال کې ده چې د نظام بدلون سره؛ د سرپرست حکومت فرمانونه او د رسنیو اقتصادي ستونزې، لام شوي چې رسنۍ وتړل شي او ځینو هم خپل فعالیتونه کم کړي چې دې چارې ډېری ښځینه خبریالانې کورناستي ته اړ کړي.