لوګر د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست چارواکي وايي چې د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې(UNICEF) له لوري د دغه ولایت په برهکي برک ولسوالي کې د څښاک پاکو اوبو رسولو یوه شبکه جوړه او ګټېاخېستنې ته وسپارل شوه.
د دغه ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مطبوعاتي مسوول صبغتالله نایبخېل سلاموطندار ته وویل، دغه شبکه د برهکي برک ولسوالي په «الله دادخېل» کلي کې د نږدې ۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه کال په ترڅ کې جوړه شوه چې نږدې څلور سوه کورنۍ به ورڅخه ګټه اخلي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي همدارنګه زیاته کړه، «دغې شبکې ته یوه ژوره څاه، ۱۲ تختې سولرونه، د اوبو یوه لویه ذخېره، کورنو ته ۷ زره متره پایپ غځول او همدارنګه ۲ سوه د اوبو نلکۍ جوړې شوي دي.»
بلخوا د لوګر مرستیال والي مولوي محمدانور دینپرور د یادې شبکې پرانېستغونډې پرمهال د (UNICEF) ادارې څخه مننه وکړه چې په مرکز پلعلم او ولسوالیو کې سږکال ګڼشمېر د څښا پاکو اوبو شبکې جوړې کړي دي.
دینپرور په ولسي وګړو غږ وکړ چې د ا.ا او نړیوالو بنسټونو له لوري پرانېستل شویو پروژو په سمه توګه ساتنه وکړي.
هېره دې نه وي تېره میاشت هم د (UNICEF) په مالي لګښت په مرکز پل علم، بره کي برک او څرخ ولسوالیو کې د څښاک پاکو اوبو رسولو درې شبکې پرانېستل شوي دي.