Asset 1SWN

سلام وطندار

کارپوهان: افغانستان د یوه کمربند او یوې لارې پروژې سره د نښلېدو ظرفیت لري

FILE PHOTO: The flags of the China and the Islamic Emirate of Afghanistan are displayed during a news conference held by Afghan Deputy Prime Minister Mullah Abdul Ghani Baradar and Wang Yu, China's ambassador in Afghanistan, in Kabul, Afghanistan, January 5, 2023. REUTERS/Ali Khara/File Photo

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست عبداللطیف منصور چین کې د یوه کمربند او یوې لارې د غړیو هېوادونو د وزیرانو په درېیمه غونډه کې ویلي چې دغه لویه پروژه کولای شي، د افغانستان او چین ترمنځ د سوداګرۍ او انرژۍ د صادراتو ساحه پراخه کړي.

هغه زیاته کړه چې د یوه کمربند او یوې لارې نوښت افغانستان د یو مهم شریک په توګه دی چې دغه هېواد له اروپا سره نښلوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د اوبو او برښنا وزارت سرپرست په دې غونډه کې د خپلې وینا په یوه برخه کې وویل: «موږ باور لرو چې برېښنا ته د باور وړ لاسرسی، د انرژۍ امنیت او د انرژۍ په رسولو کې توازن د افغانستان د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ بنسټیز شرایط دي.»

په همدې حال کې د اقتصادي چارو کارپوهان هم وايي چې افغانستان دا مهال د یو کمربند او یوې لارې له پروژې سره د وصل کېدو لپاره لازم ظرفیتونه لري او که له دغې پروژې سره وصل شي د هېواد اقتصاد به لا وده وکړي.

د اقتصادي چارو کارپوه ایرج فقیري وویل: «د افغانستان اوسني اقتصادي وضعیت ته په کتو، موږ د افغانستان له جغرافيايي موقعيت څخه په استفادې د ترانزيټي لارو په توګه مرستو ته اړتيا لرو، څو په هېواد کې د توکو او ملي سرچينو د صادراتو او د کار پيداکولو په برخه کې مرسته وکړو چې په دا ډول پروژو کې د افغانستان شريکېدل، ګټور دي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

تر دې وړاندې د سوداګرۍ او صنايعو وزارت سرپرست هم چين ته د خپل سفر پر مهال ويلي و، چې افغانستان هڅه کوي د يو کمربند او يوې لارې په نوښت کې د افغانستان د شاملېدو لپاره د هېوادونو په ځانګړې توګه د چين رضايت ترلاسه کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام