Asset 1SWN

عامې روغتیا وزارت: هېواد کې یونیم میلیون کسان د سترګو پر ناروغي اخته دي

GZhQVIuaAAIzb4E

د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي چې دا مهال هېواد کې یو میلیون او ۵۰۰زره کسان د سترګو پر بېلابېلو ناروغیو اخته دي.

د یاد وزارت مسوولانو دغه څرګندونې نن پنج‌شنبه، تلې ۱۹مه کابل کې د «لید نړیوالې ورځې» نمانځ‌غونډه کې کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو معیین عبدالولي حقاني دې نمانځ‌غونډه کې وویل چې هرکال په هېواد کې ۲۵زره کسان د خپلې یوې سترګې لید له لاسه ورکوي.

هغه وویل: «هېواد کې د سترګو ناروغي د روغتیا برخې له جدي ستونزو څخه ده. د روغتیا نړیوال سازمان د سروې له مخې، افغانستان کې د نابینایانو کچه له ۱.۵ میلیونه تر دوه میلیونه کسان دي. ۱.۵ میلیونه کسان د لید له کمزورتیا ځورېږي او هر کال ۲۵زره کسان د خپلې یوې سترګې لید له لاسه ورکوي؛ داسې حال کې چې ۸۰سلنه د دې ناروغي مخه نیول کېدای شي.»

د عامې روغتیا وزارت د سترګو د روغتیا پاملرنې ملي همغږۍ امر اغامحمد عابد طوطاخېل وايي چې د سترګو ډاکټرانو کمښت هېواد کې د روغتیا برخې له لویو ستونزو څخه شمېرل کېږي.

هغه وویل: «د اکمال تخصص له ریاست غوښتنه کوم چې موږ سره مرسته وکړي. دا مهال هېواد کې د سترګو ۳۰۰ ډاکټران شتون لري چې له ۵۰ تر ۶۰ یې، هېواد پرېښی او ځینې یې، تقاعد شوي. دا شمېر اړتیا ته په کتو بسنه نه‌کوي. د نړیوالو معیارونو له مخې، یو میلیون کسانو ته باید ۷۶.۲ د سترګو متخصصان باید شتون لري. افغانستان کې هر یو میلیون کسانو ته ۴.۲ متخصص ډاکټران شتون لري.»

کابل کې د نور تخصصي ملي روغتون مشر ظاهرګل ځدراڼ وايي چې هېواد کې باید د سترګو ناروغانو لپاره د ظرفیت لوړونې پروګرامونه جوړ شي.

هغه وویل: «د سترګو ډاکټران د ظرفیت لوړونې لپاره باید ښوونیز پروګرامونه جوړ شي او دوی باید بهرنیو هېوادونو ته ولېږدول شي، څو نوي ټکنالوژي سره اشنا شي. کله چې ناروغي په سمه توګه تشخیص شي، درملنه یې هم ښه کېږي.»

یوشمېر ډاکټران غیراراداي خوځښتونه، پر سترګو سرې، قهوي یا خړې لکې، د اوښکو ډېره بهېدنه او د سترګو خارښ د سترګو ناروغي له مهمو عواملو یادوي.

د روغتیا نړیوال سازمان استازي نعیم‌الله صافي دې غونډه کې وویل: «له سکرین له حد زیاته ګټه اخیستنه او د درملو خپل‌سری مصرف د سترګو ناروغي له عواملو دي او د مخنیوي لپاره باید د عامه پوهاوي پروګرامونه ډېر شي. که پر وخت د ناروغي درملنه و‌شي، د پرمختګ مخه به یې، ونیول شي. موږ هېواد کې د سترګو ناروغي درملنې پروګرام څخه ملاتړ کوو.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

هرکال د اکتوبر ۱۴مه د لید نړیواله ورځ په هېواد کې د لید اهمیت او عامه پوهاوي په موخه نمانځل کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام