Asset 1SWN

سلام وطندار

کورنی کړکېچ؛ ا.ا: د پاکستان حکومت دې نارضایتۍ سره واقعبین چلن وکړي

بهرنیو چارو وزارت

د وروستیو ورځو پرمهال په پاکستان کې د امنیتي پېښو ترڅنګ د یوشمېر سیاسي او قومونو ګوندونو اعتراضونو زور اخیستی دی.

د امنیتي پېښو په لړ کې بېګاه شپه د دغه هېواد د کراچۍ ښار هوايي ډګر ته نږدې، پر چینايي وګړو برید شوی چې له امله یې، دوه چینايان وژل شوي او لس نور کسان ټپیان دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د برید مسوولیت بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډلې پر غاړه اخیستی او ویلي یې دي چې ځانمرګی برید یې، د چینايي انجینیرانو او پانګوالو د موټرو پر کاروان کړی دی.

د دغه برید ترڅنګ یاد هېواد کې د حکومت ضد پراخ لاریونونه او اعتراضونه هم روان دي. له تېرو څو ورځو راهیسې د عمران‌خان په مشري د تحریک انصاف ګوند پلویانو په اسلام‌اباد سربېره یوشمېر نورو ښارونو کې هم اعتراضونه کړي او لاهم روان دي.

بل‌خوا د پاکستان حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالیتونو باندې بندیز لګولی دی. د پښتون ژغورنې غورځنګ د روانې اکتوبر میاشتې پر یوولسمه د پراخې جرګې د جوړېدو نېټه ټاکلې او د یادې غونډې پر جوړېدو لګیا دي.

پاکستان کې له یاد وضعیت سره سم، د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت له هغه هېواد غوښتنه کړې چې شته نارضایتیو ته رښتینی ځواب ووایي.

د یاد وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله اېکس‌پاڼه یوې خبرپاڼه کې ټينګار کړی چې پاکستان کې د روان وضعیت دوام به پر سیمه منفي اغېز ولري.

په خبرپاڼه کې ویل شوي: «په گاونډي هېواد پاکستان کې د حکومت او سیاسي مخالفينو د پلويانو ترمنځ ترينگلتيا د اندېښنې وړ کچې ته رسیدلې چې دوام يې پر ټوله سيمه منفي اغېز لرلای شي. د ولس د مشروع غوښتنو پر وړاندې ترټولو ښه لار مذاکره او تفاهم دی. وروستيو پېښو ثابته کړې چې له مذاکراتو انکار مسئلې لا پېچلې کوي.»

د پاکستان بهرنیوچارو وزارت یادو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې اسلامي امارت دې خپلو کورنیو ستونزو ته پام وکړي. دغه وزارت د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ویاند څرګندونې بې‌بنسټه بللي دي.

د چارو شنونکي هم پر دې باور دي چې د پاکستان کورنی او بهرنی سیاست د سیمې د ثبات پر زیان دی. د نړیوالو اړیکو کارپوه اجمل زرمتي وویل: «پاکستان باید خپلو کورنیو او بهرنیو سیاستونو کې اصلاحات راولي او د دغه هېواد د حکومت چلن باید پر متقابل احترام ولاړ وي.»

په ورته مهال پاکستانی خبریال او څېړونکی طاهرخان سلام‌وطندار ته وویل چې پاکستان کې روان وضعیت د وروستیو ټاکنو له امله رامنځته شوی دی.

نوموړي وویل: «فکر نه‌کوم چې د پاکستان وضعیت دې د نورو هېوادونو پر چارو اغېز ولري، البته لارې به بندېږي او د افغانستان او پاکستان پر صادراتو او وارداتو به اغېز ولري او همداراز پر مرکزي اسیا هم.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

پاکستان کې روانو ناامنیو او ولسي اعتراضونو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ پروړاندې یو لړ ستونزې او ننګونې هم رامنځته کړې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام