Asset 1SWN

سلام وطندار

لوګر کې پر ۴۰۰ بې‌وزله کورنیو خوراکي توکي وېشل شوي

2b15f961-d1bc-42f2-b01f-2d722890764a

د لوګر د کلیو پراختيا او بيارغونې ریاست چارواکي وايي، د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) له لوري د دغه ولایت له شاوخوا ۴۰۰  بېېوزله او اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته شوې.

د یاد ولایت د کلیو پراختيا او بيارغونې ریاست ویاند صبغت‌الله نائب‌‌خېل سلام‌وطندار ته وویل، دغه مرسته په څرخ ولسوالي کې پر بې‌وزله کورنیو وېشل شوې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وویل:«هرې بې‌وزله کورنۍ ته یوه بوجۍ ۵۰ کيلويي اوړه، یوه لس لېټره بوشکه غوړي، ۱۰کېلوګرامه دال، ۶ کېلوګرامه مالګه، ۳۰ فاکټه د ماشومانو ځانګړي فلمپي خواړه او  ۳ فاکټه د ماشومانو سوپر سېریلاک خواړه وېشل شوي دي او په پام کې ده ورته مرستې په پاتې ولسوالیو کې هم په بې وزله او اړو کورنیو ووېشل شي.»

د دغه ولایت بې‌وزله او اړې کورنۍ هم خوښې دې چې د خوړو نړیوال پروګرام ( (WPFله لوري پر بې‌وزله او اړو کورنیو خوراکي توکي ووېشل شول.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

باید وویل شي چې تېره میاشت هم د خوړو نړیوال پروګرام(WFP) له لوري په مرکز پل علم او بره کي برک ولسوالۍ کې په سلګونه بې وزله او اړو کورنیو ورته د خوراکي توکو مرستې وېشل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام