Asset 1SWN

سلام وطندار

سرپل کې د راکېټ مرمۍ چاودنې له امله درې ماشومان مړه شوي

Mine-AFP-2048x1335 راکېت- ناچاوده- مرمۍ

سرپل کې له تېرو جګړو څخه پاتې د راکېټ مرمۍ چاودنې له امله درېوو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان دي.

د یاد ولایت د امنیې قومنداني له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د راکېټ دغه مرمۍ هغه مهال چاودنه کړې چې ماشومان پر لوبه بوخت وو.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د خبرپاڼې له مخې، د راکېټ مرمۍ د یاد ولایت د صیاد ولسوالي اړوند سیمه کې رامنځته شوې.

 په خپره شوې خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې د پېښې ټپیان د امنیې قومنداني اړوند پولیسو له‌خوا روغتون ته لېږدول شوي او د ټپیانو وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

له دې وړاندې هم دغه ولایت او د هېواد په نورو سیمو کې هم د ورته پېښو پرمهال خلکو په ځانګړې توګه ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ځینې نور بیا ټپیان شوې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

 په ورته ډېری پېښو کې یوشمېر کسانو د خپل بدن غړي هم له  لاسه ورکړي او د تل لپاره معلول پاتې شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام