Asset 1SWN

سلام وطندار

دلاور: نړیوالو غوښتل زموږ ځوانان پر نشو روږدي کړي

IMG_3809

د افغاني سرې مياشتې ټولنې عمومي رییس شهاب‌الدين دلاور وايي چې نړیوالو غوښتل افغان ځوانان پر نشو اخته کړي.

د نوموړي په وینا، نړيوالو غوښتل ځوانان پر نشه‌يي توکو روږدي کړي او افغانستان کې خپلې موخې ترلاسه کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي دغه څرګندونې پکتیا کې «پنج‌شنبه، تلې ۱۲مه» د یوې غونډې پرمهال کړې دي.

هغه وويل: «دا يوه نړيواله دسيسه وه چې زموږ ځوانان په اعتياد اخته کړي، کله چې يو کس پوډري شي، هغه بيا نه په وطن غيرت کوي، نه نورې ګټې پېژني. دا يوه نړيواله دسيسه وه. زموږ د احصايې له مخې، اوس په هېواد کې درې ميليونه معتادين شته.»

هغه همداراز له مسوولانو غوښتنه کړې چې د کونډو او یتیمانو د حقونو سپارلو برخه کې دې بې‌غوري ونه‌وکړي. دلاور پر حکومتي چارواکو او مسوولانو غږ وکړ چې خپل مسوولیتونه په صداقت او اماندارۍ مخته یوسي.

شهاب‌الدین دلاور وویل: «دې سرې مياشتې ته د هغه چا سترګي وي چې نورې ټولې لارې په بندې شي. موږ ته که راځي کونډه راځي، يتيم راځي، ليونی راځي، زلزله‌‌ځپلي راځي او سېلاب‌ځپلي راځي، نو که په دې کې هم موږ خيانت کوو او هغه د دوی حق دوی ته نه‌رسوو، نو دا بې‌غوري بايد ونه‌کړو.»
په ياده غونډه کې د پکتيا د طبيعي پېښو پر وړاندې مبارزې رییس مولوي نثار احمدنجات بيا وويل چې اړمنو ته دې مرستو پر ځای د کاروبار زمینه برابره شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د سرې مياشتې‌ مسوولانو په وينا، د هېواد په ۳۴ ولايتونو کې يې په زرګونه سوالګر او اړمن‌ ثبت کړي او هره میاشت ورته معاش ورکول کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام