Asset 1SWN

غزني کې د «د شونډو او تالو چاود» ماشومانو وړیا درملنه کېږي

۲۰۲۴۰۹۲۹_۱۰۱۸۱۴

غزني کې له تېرو دوو ورځو راهیسې د شونډو او تالو چاود ماشومانو په وړیا توګه د عملیاتو بهیر روان دی.

دغه عملیات چې له کابل څخه دغه ولایت ته د ورغلې روغتیايي ډلې له‌خوا کېږي، د روانې اوونۍ تر پایه به د یاد ولایت ټول پرې شونډې او تالو ماشومان عملیات شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دې ډلې مسوول عبدالفغار غیور وايي چې دغه عملیات له بې‌وزله کورنیو سره د مرستې لپاره کېږي.

هغه وویل: «کوښښ مو دا دی چې دلته ټول هغه ماشومان چې راځي، که پرې شونډې وي، که تالو پرې وي، باید عملیات شي. باید له درملنې پرته لاړ نه‌شي. عموما هغه ماشومان چی لب‌چاک لري د ۸ میاشتو نه عمر زیات وي یا د نه کیلو نه وزن یې، زیات وي، هغه عملیاتو او کام چی ده باید د ۱۵ میاشتو نه عمر زیات وي.»

د غزني عامې روغتیا رییس زرک رنځورمل وايي چې دغه عملیاتونه په خصوصي سکټور کې له لس تر اتیا زره افغانۍ لګښت لري چې په وینا یې، دلته وړیا اجرا کېږي.

هغه وویل: «د کابل نه راغلی تیم د جمعی پر ورځ باندې راغلی، غزني ته د وسایلو او ماشینري سره؛ پرون شنبه او نن یکشنبه عملیاتونه جریان لري چی پرون هم د ۲۰ اضافه او نن هم د ۲۰ او ۳۰ نه اضافه، نوره عملیاتونه کېږی. کیدای شي چې له ۵۰ نه اضافه شي. موږ عملیاتونه په دغه دوو ورځو کی او متخصص صاحبان دي، دې ته ژمن دي څو چې یو ناروغ هم پاتې وي، عملیاتوي به یې او وروسته به خدای په اماني کوي.»

سدرحمت چې اته کلن ماشوم یې، شونډه یې، پرې ده، سلام‌وطندار ته وايي، له دې وړاندې یې په وار وار خصوصي روغتونونو ته مراجعه کړې، خو په وینا یې، د لوړ لګښت له امله یې د ماشوم درملنه نه‌ده شوې.

هغه وویل: «تراوسه کوم لګښت نه‌دی شوی او پاتې دی. ډېر خوښ یم او خدای دې خیر وکړي. خوښ یم چې دا ستونزه یې، حل شي؛ ډېرې ستونزې وې دلته. سبزي نه‌شي خوړلی، یوازې هغه ډوډۍ خوري چې ښه نرمه وي.»

یو بل ناروغ‌لرونکی روح‌الله هم وايي: «کله چې د ثبت نام موده پوره شوه او داکتر راغی، موږ ته یې زنگ وواهه. کله چې دلته ته راغلو، موږ مریضان چې په لیست وو، موږ سره یې همکاري وکړه او ډېرو مشکلاتونه خلاص شو. غزني کې د چا سره خبره وکړه، تقریبا ۱۵۰۰۰ افغانۍ یې، غوښتې او عملیات ونه‌شو.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

ډاکټران وايي، جنیتي ستونزې او د امیندوارۍ پرمهال د مېندو له‌خوا په خپل سر د درملو کارول، هغه لاملونه بولي چې له امله تالو او پرې شونډې ماشومان نړۍ ته راځي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام