Asset 1SWN

لوګر کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالي پيل شوې

فوتبال

د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولان وايي چې د ولایت په کچه د ٣٢ مخکښو لوبډلو ترمنځ د «خزان جام» په نوم د فوټبال سیالي پیل شوې.

د دغه ولایت د بدني روزنې او ورزش آمر انجینیر مزمل نعیم‌زی سلام‌وطندار ته وايي چې یادې سیالي د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت او فوټبال عمومي فدراسيون له لوري جوړې شوي دي چې یوه اوونۍ به دوام وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نعیم‌زی زیاتوي چې د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د باستان غازي امين‌الله خان او اتحاد جوانان برکى برک لوبډلو ترمنځ وشوه چى لوبه د باستان غازي امين‌الله خان لوبډلې په بریا پای ته ورسېده.

نوموړي همدارنګه زیاته کړه، د دغه سیالیو له جوړېدو څخه موخه فوټبال لوبي ته وده ورکول او د ورزش کارانو ترمنځ د تجربو شریکول دي.

د فوټبال لوبي یوه لوبغاړي عبدالله سلام وطندار راډيو، دا ډول لوبې کولای شي چې د ورزشکارانو ترمنځ ښې اړیکې رامنځته کړي او یوه لوبډله له بلې لوبډلې څخه غوره تجربه په لاس راوړي.

ده وویل، بدني روزنې او ورزش امریت ته پکار ده چې د ولایتونونو په کچه د فوټبال ورته سیالۍ جوړې کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

باید وویل شي چې له دې وړاندې هم د بدني روزنې او فوټبال فدارسیون له لوري ورته سیالۍ جوړې شوې وي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام