Asset 1SWN

کندوز کې په  ۴۵۰زره ډالرو یو روغتیايي مرکز جوړېږي

b8f1f5a2-9048-4dbc-8532-b4033c107513

د کندوز محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو عالي کمېشنري له‌خوا په ۴۵۰زره ډالرو یو روغتیايي مرکز جوړېږي.

دغه روغتیايي مرکز د کندوز د چهاردرې ولسوالي په نواباد کلي جوړېږي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

افغانستان کې د یو‌اې‌‌اېچ‌سي‌ار سیمه‌ییز دفتر مسوول عرفات جمال وايي چې د یاد روغتیايي مرکز په جوړېدو سره به د سیمو شاوخوا اووه زره خلکو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې شي.

په ورته مهال د یاد روغتیايي مرکز د بنسټ ډبرې کېښودو پرمهال د محلي چارواکو سربېره، د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي اندریکا راتواتي هم شتون درلود.

بل‌خوا د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو د عالي کمېشنري «یو‌اېن‌اېچ‌سي‌ار» په مالي لګښت د کندوز ښار کې په ۱۶.۵ میلیونه افغانۍ یوه منځني ښوونځي ته هم ودانۍ جوړه شوه.

د ښوونځي دغه ودانۍ د کندوز ښار په شهرک‌سر دوره سیمه کې جوړه شوې. جوړه شوې ودانۍ لس درسي ټولګي لري چې شاوخوا ۱۲۰۰ نجونې او هلکان به په‌کې زده‌کړې وکړې.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

له دې وړاندې د یاد ښوونځي زده‌کوونکو تر شنه اسمان لاندې زده‌کړې کولې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام