Asset 1SWN

سلام وطندار

د کلات اوسېدونکي: ښاروالي دې د ښار پاکولو کې جدي اقدام وکړي

IMG-20240919-WA0094

 د زابل مرکز کلات ښار یوشمېر اوسېدونکي دغه ښار کې د ککړتیا او ناپاکۍ له امله شکایت کوي.

د کلات اوسېدونکی اختر‌ګل له ښاروالي غوښتنه کوي چې د ښار پاک‌والي ته جدي پاملرنه وکړي. د ده په وینا، اوس د ښار ډېری واټونه او واړه کانالونه د کثافاتو ډک دي او خلک له ګڼو روغتیايي ستونزو سره مخ دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي وویل: «ښار کي ډېره چټلي ده. دا څلورم او پنځم ځل دی چي د ښار واړه کانالونه، موږ خپله پاکوو، خو دومره څوک نشته چي دا پاک کړي. ډېر بد بویه ده. زموږ غوښتنه دا ده چې دغه برخه کي پاملرنه وشي.»

د کلات ښار یوه بل اوسېدونکي حاجي ولي‌جان وویل: «دغه خرابو امبارو څخه خلک ډول ډول مرضونه اخلي. زموږ غوښتنه ده چې ښاروالي دغه برخه کي اقدام وکړي او چا چې ځمکي غصب کړي، هغه هم ترې واخلي.»

د کلات ښار یوشمېر اوسېدونکي بیا ښاري نظم او ښاري فرهنګ مراعتول، د ټولو ښاریانو ګډ مسوولیت ګڼي. د زابل اوسېدونکي خیرالله وايي، که ښاریان، ښاري فرهنګ مراعت کړي، هېڅ‌کله به ښاري ککړتیا رامنځته نه‌شي.

هغه وویل: «د ښاروالي د مسوولیت سره-سره ټول ولس هغه که دکاندارن دي، که کور‌واله دي، که هر څوک دي، باید د ښار پاکوالي کي ونډه واخلي او دا یو ډول عامه مسوولیت دی.»

د کلات ښاروالي ویاند عبدالله د خلکو غوښتنه پر ځای بولي، خو د ښاري چاپېریال په ساتنه کې له د دې ښار له اوسېدونکو هم د همکارۍ غوښتنه کوي.

هغه وویل: «واقعاً دا ستونزه په ښار کي تر یو اندازې شته ، خو ښاروالي د خپل شته امکاناتو څخه په ګټه اخیستلو هڅه کوي چي دې ستونزي ته رسیدنه وکړي ، بل پلوه کلات ښاریان هم دښار ځینو برخو کي همکاري نه کوي کثافت دکثافت دانیو پر ځای نور ځایونه غورځوي.»

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د کلات ښار اوسېدونکي داسې مهال له ښاري ککړتیا شکایت کوي چې روغتیا پالان د ډېرو ناروغیو لامل هم همدغه ککړتیا یادوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام