Asset 1SWN

د کورنيوچارو وزارت لومړی مرستیال: د ولس مشورو ته اړتيا لرو

9cda2f89-7054-4a5d-9a16-d2ded9597d5f

د کورنيوچارو وزارت لومړی مرستيال محمدنبي عمري وايي چې سرپرست حکومت د ولس نېکو او ښو مشورو ته اړتيا لري.

نوموړي دغه څرګندونې نن سه‌شنبه، وږي ۲۷مه، خوست کې د پخواني جهادي قومندان جلال‌الدين حقاني په ياد جوړې شوې غونډې کې کړې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغه دې غونډې ته د وینا پرمهال وویل چې د اوسني حکومت چارواکو کې نيمګړتياوې شته او په وینا یې، د حل لپاره هڅې روانې دي.

محمدنبي عمري وویل: «ځينې مشکلات په موږ کې هم شته، انبيا نه‌يو، اوليا نه يو، صحابه‌ نه‌يو، وحې موږ ته‌ نه کېږي او نه الهام راته کېږي او نه بزرګان يو؛ مشورو ته هم اړتيا شته، ناستو ته هم اړتيا او د خلکو هغه غوښتنې منلو ته هم اړتيا شته چې د دين سره په ټکر کې نه وي.»

محمدنبي عمري له ځوانانو غوښتنه وکړه چې د اوسني نظام ملاتړ دې وکړي او د شته قوانينو څخه دې سرغړونه نه‌کوي.

په ياده غونډه کې د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رييس شبيراحمد عثماني له اړوند حکومتي مسوولانو غوښتنه وکړه چې جهادي موزيم ته د ودانۍ جوړولو برخه کې ورسره همکاري وکړي.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

هغه زیاته کړه، که موزيم ته ودانۍ جوړه شي، د پخوانيو، په ځانګړې توګه د تېرو شلو کلونو تاريخي اثار او توکي به په‌کې وساتل شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام