Asset 1SWN

د سلام‌وطندار سروې؛ ۸۱.۳سلنه ګډونوال د څو وادونو مخالف دي

سروی به زبان پشتو-08

د مسلې بیان

په اسلامي ټولنه او افغانستان کې له یوه ډېر وادونه له پخوا راهیسې دود دی او ډېری سیمو کې هم دود دی. د وروستیو کلونو پرمهال د څو وادونو مسله د ټولنیزو، فرهنګي بدلونونو او عامه پوهاوي تر اغېزو لاندې راغلې او په دې تړاو د نوي نسل اند بدل شوی دی. داسې لیدل کېږي چې دغه نسل له دې مسلې سره بل ډول چلند کوي، که څه هم افغانستان کې مذهبي او فرهنګي لاملونه خپله ونډه لري، خو ښاریانو کې ځوانان د مېرمنو ترمنځ د عدالت نه رعایت، اقتصادي ستونزې او برابرو روابطو ته لېوالتیا له کبله، له څو وادونو سره مخالف دي.

داسې شرایطو کې اړتیا ده چې د څو وادونو په تړاو د ځوانانو لید ښه احساس شي. دا موضوع چې ځوانان له یوه ډېر وادونو ته په کوم نظر ګوري، کولای شي افغانستان کې د ټولنیزو بدلونونو د بهیر ښکارندوینه وکړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

له همدې امله سلام‌وطندار څو وادونو په تړاو د ځوانانو د لیدلوري اروزنې په موخه د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې سروې کړې، څو دې پوښتنې ته چې ځوانان د یادې موضوع په تړاو څه لیدلوری لري او کوم عوامل د دوی ترمنځ د څو وادونو د منلو یا نه منلو باندې اغېز لري.

د معلوماتو راټولولو او تحلیل بڼه

دغه سروې څه باندې یوې میاشت کې د پوښتن‌لیکونو د وېشلو له لارې شوې او پایله یې، په کمي او کیفي توګه تحلیل شوې ده.

د څېړنې موخې

  1. څو وادونو ته د ځوانانو د لیدلوري پېژندنه؛
  2. څو وادونو ته له جنسيتي او سیمه‌ییز پلوه په ځانګړې توګه د ښار او کلیو ځوانانو ترمنځ د لید‌لوري اروزنه؛
  3. د څو وادوو مخالفت یا لېوالتیا ته د عصري ټولنیزو او کلتوري فکتورونو لکه جنسیتي برابري، د مېرمنو ترمنځ عدالت او اقتصادي مسلو تحلیل؛
  4. د څو وادونو د مخالفو او موافقو دلیلونو پېژندنه؛

د څېړنې مخینه

له یوه ډېر وادونه تل په افغانستان کې د بحث وړ موضوع ده، خو تراوسه په دې اړه د ځوانانو لیدلوري په تړاو هر اړخیزه سروې او څېړنه نه‌‌ده شوې. افغانستان کې د دې موضوع ارزښت ته په کتو، ډېری راپورونه او څېړنې د کورنیو او ښځو حقونو په اړه شوې دې.

د همدې لپاره سلام‌وطندار د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر پر ۲۸مه له ۱۹ مېرمنو سره ځانګړې مرکې کړې وه چې دې مرکو کې له هغو مېرمنو سره خبرې شوې چې خاوندانو یې، بله مېرمن هم لرله او هڅه شوې چې نظرونه یې، راواخیستل شي.

د دې مرکو په پایله کې وموندل شوه چې ډېری دغه مېرمنې د خاوند له لوري د دویم او له هغه ډېرو وادونو څخه ناخوښه دي او دې چارې یې، پر ژوند او روان منفي اغېزې کړې دي. ډېری دې مېرمنو د عدالت نه‌رعایت او له رواني فشارونو شکایت کړی دی.

که څه هم د سلام‌وطندار له لوري دا د مېرمنو ستونزو د رابرسېره کولو لپاره یو ګام و، خوتراوسه د ټولنیزو او فرهنګي برخو په اړه یې، پراخه سروې نه‌ده شوې او دا سروې افغانستان کې د څو وادونو په اړه پراخه سروې ده چې پایلې به یې، د ټولنیزو بنسټونو، سیاستوالو او څېړونکو لپاره له ګټې خالي نه‌وي.

د راپور لنډیز

سلام‌وطندار د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې د څو وادونو په تړاو د ځوانانو ترمنځ سروې کړې چې د سروې د هرو لسو ګډونوالو له ډلې اته یې، له څو وادونو سره مخالفت لري. د سروې ډېری ګډونوال د کاپیسا او لږ هغه یې، د نورستان دي.

د سروې موندنې ښيي چې د ټولو ګډونوالو له ډلې، ۸۱.۳سلنه ګډونوال له څو وادونو سره مخالفت لري. د کلي‌والي سیمو په پرتله د ښار ځوانان له څو وادونو سره خوښ نه‌دي او د ښار ۸۷.۹ سلنه او ۶۴سلنه کلي‌وال هم نه‌غواړي چې څو وادونه ولري.

په دې سروې کې ۸۰۰ کسانو چې څلور سوه یې، نارینه او څلور سوه یې، ښځې دي، ګډون کړی دی. سروې کې همداراز موندل شوې چې د نارینه‌وو په پرتله مېرمنې نه‌غواړي، خاوندان یې، څو وادونه ولري؛ داسې چې ۸۶سلنه مېرمنې او ۷۶.۷سلنه هم نارینه د څو وادونو مخالف دي.

د سروې ګډونوالو د عمر کچه له ۱۵ تر ۳۵کلنۍ ده چې ډېری د زیډ نسل یا «Generation Z» په نوم پېژندل کېږي. دغه نسل د ۱۹۹۰ تر ۲۰۱۰ کلونو ترمنځ زېږېدلي چې د ټولنیزو، بشر حقونو، جنسیتي برابري، خپلواکي او برابرو اړیکو ته د لېوالتیا اړوند مسایلو څخه ډېر پوهاوي لري او څو وادونه نه‌خوښوي. دوی دا دود نابرابر او د نویو ارزښتونو سره په ټکر بولي چې د اقتصادي ستونزو او ګډ ژوند ته د ژمنتیا لپاره له څو وادونو سره مخالف دي.

بشپړ راپور

سلام‌وطندار د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې له یوه ډېرو وادونو ته د ځوانانو د لېوالتیا ارزونې په موخه سروې کړې چې پایلې یې ښيي، د سروې د ګډونوالو له هرو لسو کسانو اته یې، له دویم واده سره مخالفت لري.

په سروې کې کاپیسا په ۱۳.۳ سلنه تر ټولو ډېر او نورستان بیا ۰.۱سلنه تر ټولو د کم شمېر ګډونوال لري.

د دې سروې ګډونوال د عمر په بېلابېلو کچو کې شتون لري چې د ۲۰ او ۲۵ کلونو ترمنځ د سروې ۴۱.۵سلنه ځوانان ترټولو لوړه سلنه جوړوي او ۲۳.۸سلنه هم د ۲۵ او ۳۰ کلونو ترمنځ ځوانان دي چې ترټولو ټیټ سلنه جوړوي.

د زده‌کړو له اړخه هم ګډونوال ارزول شوي چې له دې ډلې څخه ۴۲سلنه د لیسانس سند لري، ۱۹.۳سلنه هم زده‌کړیالان، ۱۴.۲سلنه هم د دولسم ټولګي فارغان، ۲سلنه د ماسټرۍ، ۱.۴سلنه ډاکټران او ۱۰.۴سلنه نالوستي دي.

د سروې ګډونوال په مساوي توګه د نارینه‌وو او ښځو له ډلې ټاکل شوې دي. دې سروې کې د ځوانانو د ژوند بڼه هم ارزول شوې چې ۷۲.۵سلنه ګډونوال ښار او ۲۷.۵سلنه هم کلیو کې ژوند کوي.

د ښاري ځوانانو له ډلې ۴۵.۵سلنه نارینه او ۵۴.۵سلنه هم ښخې دي.

۶۱.۸سلنه کلیوال نارینه او ۳۸.۱سلنه هم ښځینه دي. د سروې ټولیزه پایله ښيي چې ۸۱.۳سلنه ځوانان له یوه ډېر وادونو سره مخالف دي.

همداراز سروې کې موندل شوې چې ښارونو کې ځوانان د کلیوالو ځوانانو په پرتله له څو وادونو سره مخالفت لري. د یادو موندنو پر بنسټ، ښارونو کې ۸۷.۹سلنه ځوانان او کلیو کې ۶۴سلنه ځوانان له څو وادونو سره مخالف دي.

دا سروې د جنسیت له پلوه هم شوې چې سروې کې له ښځو پوښتل شوي چې ایا دوی دا تاییدوي چې خاوند یې، له بلې مېرمنې سره واده کوي او له نارینه‌وو څخه هم د څو واده‌کولو د لېوالتیا په اړه پوښتنه شوې.

د دغې سروې پایلې ښيي چې ۷۶،۷ سلنه نارینه او ۸۶ سلنه ښځې دغه ډول ژوند ردوي.

په دې سروې کې د څو وادونو د نه منلو لاملونه هم څېړل شوي دي. ۵۶،۳ سلنه نارینه‌وو ویلي، د څو وادونو نه‌منلو اصلي لامل د خپلو مېرمنو ترمنځ د عدالت نه شتون دی. ۱۸.۵سلنه نارینه یوازې یو واده خوښوي او ۱۲.۳سلنه هم د ځانګړي دلیل لپاره څو وادونه  رد کړي.

نورو ۱۲.۳سلنه نارینه‌وو بیا د هغو کسانو چې څو وادونه یې کړي، له ترخو تجربو څخه عبرت اخیستی دی.

بل‌خوا ۵۰.۵سلنه نارینه د مالي توان له امله غواړي څو وادونه ولري. ۲۰.۴سلنه هم د نسل زیاتوالي، ۱۶.۱سنله هم د ځانګړي دلیل پرته او ۱۲.۹سلنه هم د جنسي اړتیاو پوره کولو لپاره غواړي څو وادونه ولري.

د هغو ۳۴۴ ښځو له جملې څخه چې د خپلو خاوندانو له څو وادونو سره مخالفې دي، ۳۵.۴ سلنه په دې باور دي چې نارینه نشي کولی د خپلو مېرمنو مادي او معنوي اړتیاوې په سمه توګه پوره کړي.

۲۷.۳سلنه د نورو د څو وادونو له ترخو تجربو څخه زده‌کړې کړي ۲۰.۶سلنه د دوی د خاوند د لېوالتیا د کموالي له امله او ۱۶.۵سلنه هم د کوم ځانګړي دلیل پرته نه‌غواړي ډېر وادونه وکړي.

د هغو ۵۶ ښځو څخه ۵۳.۵ سلنه یې چې د خپلو خاوندانو څو وادونه یې منلي، اسلام کې نارینه‌وو ته د څو وادونو کولو اجازې له امله د خپلو خاوندانو وادونو ته لېواله دي.

۲۳.۲ سلنه هم د کوم ځانګړي دلیل پرته مني او ۱۷.۸ سلنه بیا د جنسي او فزیکي اړتیاو د پوره کولو لپاره له څو وادونو سره موافق دي. ۵.۳سلنه د نسل زیاتوالي لپاره ډېرو وادونو ته غاړه ږدي.

پایله

د دې سروې پایلې ښيي چې افغانستان په ځانګړې توګه ښارونو کې ځوانان څو وادونه نه‌خوښوي. دا لیدلوری د پخوانیو دودونو په پروړاندې د ځوانانو د اند د پام وړ بدلونونو ښکارندوینه کوي چې د عصري ټولنیزو، جنسیتي برابري او د مېرمنو ترمنځ د عدالت رعایت تر اغېزو لاندې رامنځته شوی دی.

په داسې حال کې چې یو‌شمېر نارینه لاهم د مالي او مذهبي لاملونو له امله څو وادونو ته لېواله دي. ښارونو کې ډېری ځوانان د عدالت نه رعایت او د نورو د څو وادونو د ترخو تجربو له امله نه‌غواړي څو وادونه ولري.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د سروې پایله ښيي چې نوی نسل په ځانګړې توګه زېډ نسل چې د مډرن ارزښتونو تر اغېزو لاندې دی، د څو وادونو پر وړاندې یې لیدلوری د بدلون په حال کې دی. د دې سروې پایلې ښايي د سیاستوالو او ټولنیزو بنسټونو لپاره ګټورې وي، ځکه د افغانستان د ټولنیزو او کورنیو ارزښتونو د بدلونونو ښکارندوینه کوي.

وړاندیزونه

افغانستان کې د کورنیو او ښځو اړوند حقونو په تړاو مدني قوانینو باندې بیاکتنه وشي، څو د مېرمنو ترمنځ عدالت او جنسیتي برابري ته پام وشي او د څو وادونو کول محدود او د قانون له مخې شي.

د څو وادونو په تړاو په ځانګړې توګه کلیوالي سیمو کې هر اړخیزه څېړنه وشي، څو دې موضوع کې ښکېل عوامل په سمه توګه وڅېړل شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام