Asset 1SWN

د پوهنې وزارت: له شپږم پورته د نجونو زده‌کوونکو ښوونځي تر امرثاني تړلي

00afghanistan-schools-mediumSquareAt3X

د پوهنې وزارت مسوولان وايي چې افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کوونکو ښوونځي تر امرثاني تړل شوې دي.

دغه څرګندونې د یاد وزارت مسوولانو نن چهارشنبه، وږي ۲۱مه کابل کې د خپلو یوکلنو لاسته‌راوړنو د تشرېح پروګرام کې وکړې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پوهنې وزارت ویاند منصوراحمد حمزه په دغه ناسته کې وویل چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو په اړه د سرپرست حکومت مرکزي ویاند په وار وار ځواب ورکړی او په وینا یې، دغه ښوونځي تر امرثاني تړلي دي.

د یاد وزارت د مسوولانو په وینا، دا مهال د هېواد په خصوصي او دولتي ښوونځیو کې څه باندې لس میلیونه زده‌کوونکي پر زده‌کړو بوخت دي.

د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، د هېواد په کچه ۱۰۶ دولتي او ۲۱۰ خصوصي ښوونځي نوي جوړ شوي او د دولتي او خصوصي ښوونځیو ټولیز شمېر ۱۸زره او ۳۳۷ ته رسېږي.

همدارنګه ۱۲۳ ښوونځي او ۱۵۹ محلي ټولګي د کوچیانو ماشومانو ته ځانګړي شوي چې اوس ۴۱زره او ۸۲۴ زده‌کوونکي په‌کې پر زده‌کړو بوخت دي.

د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې ۴۸۴ معلولو ماشومانو ته د ځانګړو زده‌کړو ښوونیزو مرکزونو کې د زده‌کړې زمینه برابره شوې او په ۱۹ ولایتونو کې ۳زره او ۸۴۴ معلولو زده‌کوونکو ته درسي وسایل او امکانات برابر شوي دي.

د پوهنې وزارت د مسوولانو د معلوماتو پر بنسټ، د دولسم ټولګي فارغانو ته ۳۰۳زره شهادتنامې وېشل شوي او د فارغانو دوه میلیونه او ۹۰۰زره قطعې نتایج په الکترونیکي سيستم کې ثبت شوي دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

دغه‌راز په ښوونیزو بنسټونو کې د ازموینو کیفیت د ښه‌والي په موخه، د معیاري ازموینو بورډ او د معیاري پوښتنو بانک رامنځته کول، د پوهنې قانون د مسودې چمتو کول، د مدرسو د تاسیس او د جهادي مدرسو رامنځته کولو د قوانینو نافذول؛ په تېرکال کې د دغه وزارت له نورو اقداماتو څخه دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام