Asset 1SWN

د کابل-غزني لوې لارې د دوېم لین سړک جوړېدو چارې پیل شوې

09d23018-25ea-4732-84f3-003211dc9e12-1024x566

د کابل-غزني دویم لین سړک د جوړېدو چارې د سرپرست حکومت د یو‌شمېر لوړو پوړو چارواکو له‌خوا پرانېستل شوې.

د یاد سړک د جوړېدو چارې سه‌شنبه، وږي ۲۰مه پیل شوې چې له کابله د میدان‌‌وردګ سیداباد ولسوالي دښتې‌ټوپ سیمې پورې په پاخه او اساسي ډول ورغول شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یاد سړک پرانېست‌غونډې کې د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر په ګډون د سرپرست حکومت یوشمېر لوړوپوړو چارواکو هم ګډون کړی وو.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر په دې تړاو جوړو شویو مراسمو ته وویل چې د غزني- کابل ترمنځ د دویم لين سړک جوړول د مرکز او سوېل ترمنځ د نښلېدو بنسټيز پل دی او په وینا یې، په رغېدو سره به یې سوداګریز فعالیتونه اسانه، د توکو لېږد وخت او لګښتونه کم او د دې لارې مسافرو ته اسانتیاوې رامنځته شي.

برادر زیاته کړه، د کابل ـ کندهار لویه لاره به د مرکز او سوېل پر نښلولو سربېره له ایران، پاکستان او نورو هېوادونو سره سوداګریز مسیر لاغښتلی کړي.

د ټولګټو وزارت سرپرست ملا محمدعسي ثاني وویل، دغه سړک د جوړېدو بودجه د حق‌البور له لارې ورکول کېږي. هغه همدارنګه زیاته کړه یاد سړک ۱۱۱ کېلومټره اوږدوالی لري چې په اوږدو کې به یې ۹ لوي پلونه او نږدې ۶ سوه پلچکونه هم جوړ شي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د میدان‌وردګ محلي چارواکو او د یاد سړک د جوړیدو شرکت مسؤلینو وویل چې د کابل-غزني دوېم لین سړک به په نړیوالو معیارونو برابر جوړ شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام