Asset 1SWN

سلام وطندار

امریکا: روسیې ته د ایراني توغندیو لېږد اندېښمنونکی دی

01000000-0aff-0242-7340-08db5d1dae74_w1200_r1

امریکا وايي چې د ایران له لوري روسیې ته د دغه هېواد د بالېستیک توغندیو لېږد اندېښمنونکی دی او د توغندیو هر ډول لېږد د اوکراین پر وړاندې له روسیې د ایران د ملاتړ ښکارندوینه کوي.

رویټرز خبري اژانس نن شنبه، سپټمبر اوومه په یوه راپور کې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند له قوله ویلي چې د جګړې له پیل راهیسې د روسیې او ایران اړیکې لاپسې ژورې شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په راپور کې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند شان ساوت له قوله راغلي: «موږ پر اوکراین د روسیې برید پیل راهیسې، د ایران او روسیې د امنیتي مشارکت له امله خبرداری ورکړی او له دې راپورونو اندېښمن یوو.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

بل‌خوا ایران بیا روسیې ته د توغندیو لېږد اړوند ادعاوې رد کړي او ملګروملتونو سازمان کې د دغه هېواد استازي ویلي، د اوکراین «منازعې» په اړه د ایران دریځ نه‌دی بدل شوی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام