Asset 1SWN

غزني کې له زده‌کړو پاتې نجونو زده‌کوونکو د غالۍ اوبدلو ته مخه کړې

IMG-20240829-WA0039

غزني کې یو‌شمېر هغه زده‌کوونکې چې زده‌کړې یې، نیمه کې پاتې، سلام‌وطندار ته وايي، له تېرو دوو کلونو راهیسې یې، غالۍ اوبدلو ته مخه کړې ده.

شریفه چې د دولسم ټولګي زده‌کوونکې ده او له ښوونځي نه‌ده فارغه شوې، سلام‌وطندار ته وویل، د وزګارتیا له کبله یې، د غالۍ اوبدلو ته مخه کړې او په وینا یې، هم بوخته ده او هم د میاشتې ۲۰۰۰ افغانۍ ترلاسه کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغې وویل: «وروستی کال مې وو چې ښوونځی راباندې وتړل شو. یو څه وخت کور کې وزګاره وم، اوس غالۍ اوبدم او لږ لږ مې زده‌کړې، ښوونکې مو ښځه ده. ښه ده بوخته یم او د میاشتې دوه زره افغانۍ هم راکوي.»

زهره چې تر یوولسم ټولګي یې زده‌کړې وکړې او له ښوونځي راوګرځول شوه، وايي، د غالۍ اوبدلو کار ستونزمن دی. «کله چې ښوونځي څخه راوګرځول شو، غالۍ اوبدلو ته مو مخه کړه او په یوه، یوه نیمه میاشت کې غالۍ خلاصېږي. کله چې غالۍ خلاصه شوه، له شرکت راځي، غالۍ ګوري او پيسې یې راکوي.»

په ورته مهال دغه زده‌کوونکې همداراز ټينګار کوي چې د غالۍ اوبدل له زده‌کړو ستونزمن دي او په وینا یې، که د ښوونځي دروازې پرانېستل شي، بېرته به خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

یوې بلې زده‌کوونکې مدینې چې اوس غالۍ اوبي، وویل: «مخکې به مې مور یوازې کار کاوه، کله څخه چې کور او ښوونیز مرکزونه وتړل شول، ما هم د غالۍ اوبدلو ته لېوالتیا پیدا کړه؛ غالۍ اوبدل ښه دي، بوختیا ده او هم د کورنۍ اقتصاد سره مرسته کوي.»

غزني کې د غالۍ اوبدلو یوه شرکت مالک حسین‌داد رضايي سلام‌وطندار ته وویل چې د غالۍ اوبدلو صنعت د یاد ولایت مېرمنو لپاره د عاید ښه سرچینه ده، خو په وینا یې، نړیوالو بازارونو ته د افغاني غالیو صادرات کمرنګه دي.

نوموړي وویل: «دا غالۍ زده‌کوونکو ته اجاره ورکوو؛ کور کې پرې کار کوي او له شرکت کارګاه او اړین توکي یې، اخلي. نقشه او فرمایش ورکوو او په دې سېسټم دوی کور کې کار کوي. غالۍ په کور دننه کمې خرڅېږي، ښايي یو سلنه وپلورل شي. صادرات یې هم سږکال لوېدلي د نړۍ وضعیت او جګړو له امله.»

بل‌خوا د غزني د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان وايي چې د وروستي یوه کال پرمهال دغه ولایت کې د غالۍ اوبدلو صنعت وده کړې او د ښځو ونډه په‌کې پراخه ده.

د غزني د سوداګرۍ او پانګونې خونې مدیر عامل ګلاب‌الدین امیري سلام‌وطندار ته وویل: «د تېروکلونو په پرتله سږکال افغانستان کې د غالۍ اوبدلو وده کړې او غزني هم د هغو تولیدونکو له ډلې دی چې غالۍ اوبدلو په‌کې وده کړې، په ځانګړې توګه د شرکتونو له‌خوا او د ښځو ګومارنې هم د دې برخو له مهمو مواردو دي.»

د غزني د صنعتي پارکونو عمومي مدیر احمدشاه لعلي سلام‌وطندار ته وویل: «د افغانستان ګنجینې په نوم یوه ستر نندارتون کې د یاد ولایت د غالیو او نور تولیدات د درېوو ورځو لپاره نندارې ته کېښودل شوي وو، څو د دغه ولایت د غالیو اوبدلو ودې برخه کې پراختیا پیدا شي. د غزني غالۍ نړۍ کې ښه نوم لري او وده یې، د دې ولایت د خلکو اقتصاد لپاره اړینه ده او ډېری خلک له دې لارې ډوډۍ پیدا کوي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

په هېواد کې د ماشيني غاليو توليد او اقتصادي ستونزو د افغاني غاليو پېرلو ته د خلکو لېوالتيا کمه کړې، خو افغاني غالۍ د نړۍ په بازارونو او په ځانګړې توګه په اروپايي هېوادونو کې پېرودونکي لري او که د نړۍ بازارونو ته د دغه ډول سوداګرۍ اقلامونو د صادرولو لپاره مناسب شرایط برابر شي، د دغه صنعت له ودې سره کېدای شي چې د زرګونو کورنیو دسترخوانونو کې هم بدلون راشي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام