د غزني امنیتي مسوولان وايي، د کابل-کندهار پر لویې لارې د روضې کوتل او د غزني-ګردېز پر لویې لارې په دوو بېلابېلو ټرافیکي پېښو کې اووو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د غزني د امنیې قومانداني ویاند خالد سرحدي وايي، پرون ناوخته د روضې کوتل سره دوو باروړونکو موټرو ټکر کړی چې له کبله یې یو کس مړ شوی او درې نور ټپیان شوي دي.
د نوموړي په وینا، په دویمه پېښه کې چې د غزني-ګردېز پر لویې لارې د یوه موټرسایکل او ګړندي موټر ترمنځ شوې، درې کسان ټپیان شوي دي.
هغه زیاتوي چې د یادو پېښو ټپیان یې د درملنې په موخه د غزني ولایت حوزوي روغتون ته لېږدولي دي.