د سرپرست حکومت مرکزي ویاند د امربالمعروف نوي قانون په اړه نړیوالو غبرګونونو ته په ځواب کې وايي چې پر دې قانون نیوکه ګستاخي او د ایمان د زوال خطر لري.
ذب.ېحالله م.جاهد نن سهشنبه، وږي شپږمه، پر خپله اېکسپاڼه یوې خبرپاڼه کې ویلي، که «غیرمسلم» د یادو قوانینو په تړاو اندېښنې لري، لومړی باید پر اسلامي قوانینو ځان پوه او د ارزښتونو درناوی دې وکړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په خبرپاڼه کې راغلي: «موږ په اسلامي شریعت باندې داسې اعتراض د دوی ګستاخي بولو. مسلمانان دې په دغو اسلامي قوانینو چې د شریعت احکام دي، ځانونه پوه کړي او له خپلو علماوو څخه دې په دې اړه پوښتنې وکړي. د مسلمان له لوري په دې قوانینو باندې رد یا انتقادکول له خپل دین څخه د بېخبرۍ په مانا دی او حتی د ایمان د زوال خطر لري.»
په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې د قوانینو پليکولو برخه کې دې څوک اندېښنه نهکوي او دغه قوانین د چا حق کې تېری نهدی.
د خبرپاڼې په یوې برخه کې ویل شوي: «د بېلابېلو جهتونو دغه ډول بېځایه اندېښنې د ا.ا په دریځ کوم اغېز نشي لرلی، ځکه د شريعت د تطبيق او نفاذ لپاره مو بېسارې قربانۍ ورکړي او دې برخه کې موږ د خپل م.جاهد ملت او شهیدانو سپېڅلو ارمانونو ته متعهد یوو.»
د امربالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت قانون تېره اوونۍ توشېح شو چې د یوناما په ګډون په نړیواله کچه له غبرګونونو سره مخ شوی دی.