Asset 1SWN

بندامیر او امو نن د شپږیزې لیګ پای‌لوبه کوي

456413541_1092345436225273_7166402894175958899_n

ټاکل شوې چې د امو نهنګان او بندامیر ښاماران کرېکټ لوبډلې نن شنبه، وږي درېیمه د شپږیزې کرېکټ لیګ نهم پړاو سیالیو پای‌لوبه وکړي.

دغه سیالي به نن غرمه ۱۲:۰۰ بجې پیل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

بندامیر او امو دواړو روان لیګ کې اته-اته لوبې وکړې چې پنځه-پنځه لوبې وګټلې او درې یې وبایللې.

وروستیو لوبو کې د امو نهنګان لپاره فضل‌الحق فاروقي ښه ځلېدلی او ښامارانو لپاره بیا صدیق اتل ډېرې منډې جوړې کړې دي.

صدیق اتل د روان لیګ تر ټولو مخکښ توپ‌وهونکی دی او ۳۴۸ منډې یې کړې دي.

زبید اکبري په ۲۹۶ منډو دویم ځای او دروېش رسولي هم په ۲۷۳ منډو د مخکښو توپ‌وهونکو درېیم ځای خپل کړی دی.

الله محمد غضنفر په ۱۷ وېکټو د روان لیګ تر ټولو مخکښ توپ‌اچوونکی دی. دویم ځای کې امیر حمزه ۱۳ او فضل‌الحق فاروقي هم څلور لوبو کې په ۱۲ وېکټو درېیم ځای کې دی.

د بندامیر ښاماران لوبډلمشر حشمت‌الله شهیدي او د امو نهنګان لوبډلمشر عظمت‌الله عمرزي تېره ورځ له دغه جام سره یوځای تصویرونه واخیستل او د پای‌لوبې او روان شپږیزې لیګ په اړه یې، هم خبرې وکړې.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د شپږیزې کرېکټ سږنی نهم پړاو د پنځو لوبډلو ترمنځ د روانې اګسټ میاشتې پر ۱۲مه پیل شوی و او نن به پای ته ورسېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام