Asset 1SWN

میدان‌وردګ کې پر ۳۰۰ بې‌وزله کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه

e9f5d48c-8c92-4857-af12-3eca7a709f98

د میدان‌وردګ د طبیعي پېښو پروړاندې د مبارزې ریاست چارواکي وایي چې د ډي‌ار‌سي موسسې په همکارۍ یې، په چک ولسوالي کې پر شاوخوا ۳۰۰ بې‌وزله کورنیو نغدي مرسته ووېشله.

د دغه ولایت د طبیعي پېښو پروړاندې مبارزې ریاست رییس فیض‌الله جلالي سلام‌وطندار ته وویل، یادو کورنیو چې د طبیعي پېښو له امله زیانمن شوي وو هرې کورنۍ سره ۲۲ زره افغانۍ او په ټولو بې‌وزله کورنیو شاوخوا شپږنیم میلیونه او ۵۰۰زره افغانۍ ووېشل شوې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي زیاته کړه، هڅه کوي چې د میدان‌وردګ په مرکزي بهسودو ولسوالي کې هم د وروستیو سېلابونو له امله له زیانمنو شویو کورنیو سره ورته مرستې وشي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

باید وویل شي چې له دې وړاندې هم د ډي‌ار‌سي موسسې له لوري ددغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې پر بې‌وزله او اړو کورنیو ورته نغدي او غیري نغدي مرستې وېشل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام