Asset 1SWN

راستانه شوي افغانان هېواد کې د وزګارتیا او ایران کې له تاوتریخوالي شکایت کوي

ایران-افغان کډوال

له ایرانه یوشمېر راستانه شوي افغان کډوال هغه هېواد کې له تاوتریخوالي او افغانستان کې له بې‌وزلۍ شکایت کوي. له ایرانه بېرته راستانه شوي افغان کډوال وايي، هېواد ته له راستنېدو وروسته د وزګارتیا له امله ګڼو ستونزو سره مخ دي.

۲۷کلن ابراهیم چې یوه میاشت وړاندې له ایرانه راستون شوی، وایي، هېواد ته له راستنېدو وروسته د وزګارتیا ترڅنګ، له اقتصادي او رواني ستونزو هم ځورېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه چې دامهال کابل ښار کې په یوه کرايي کور کې ژوند کوي، وايي: «له کله نه چې ایران څخه راغلی یم، رواني او روحي ستونزو سره مخ یم. د اقتصادي ستونزو له امله مې، مرګ ته ځان ورکړ او پر قاچاقي لارو ایران ته لاړم، څو ښه ژوند ولرم، خو اوس ورځ تر بلې له ژوند ناهیلی کېږم او حیران یم چې څه وکړم.»

له ايران څخه یو بل راستون شوى افغان کريم علي چې د بدخشان په مرکز «فیض اباد» ښار کې په یوه کرایي کور کې ژوند کوي، وایي، د وزګارتیا له امله او د خپلې کورنۍ د اړتیاوو برابرولو لپاره ایران ته تللی و؛ خو په وینا یې، اوس چې بېرته راستون شوى، کور کې ان وچه ډوډۍ هم نه‌لري.»

هغه زیاته کړه چې د خپلو ماشومانو د برخليک په اړه اندېښمن دی. «ما په افغانستان کې د کار پیداکولو لټه وکړه، خو پیدا مې نکړ،  څو ځلې ایران ته لاړم، هلته د کډوالو وضعیت خراب دی. هلته ځورول کېږي، خو بیا هم کډوال ټولې ستونزې زغمي، څو د خپلې کورنۍ سره پیسې پیدا کړي، خو زه یې، بېرته راستون کړم او اوس کور کې وچه ډوډۍ هم نه‌لرو، ستونزې مو ډېرې دي، خپل ماشومان نه‌شم لیدلی، د هغوی لګښتونه نه‌شم برابرولی.»

دغه‌راز هغه افغانان چې په دې وروستيو کې له ايران څخه هېواد ته راستانه شوي، وايي، ايران کې د کډوالو پر ضد له لاریونونو وروسته دغه هيواد کې د افغان کډوالو د ژوند شرايط نور هم سخت شوي دي.

محب‌الله وویل: «د اسلامي امارت له راتګ وروسته له خپلې کورنۍ سره ایران ته لاړم او څلور کاله هلته پاتې شوم، خو زما کورنۍ هلته پاتې شوه او زه یې، ونیولم. دا مهال ایران کې وضعیت ډېر خراب دی، بې‌ځایه ده چې هلته لاړم شم، مجبور یم چې کورنۍ مې دلته راوغواړم.»

د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو وزارت د شمېرو له ‌مخې، د روان میلادي کال له پیل راهیسې له ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستانه نږدې دوه میلیونه افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

دغه وزارت زیاته کړې چې په یاده موده کې ۷۸۸ زره او ۸۲۱ داخلي بېځایه شویو او راستنو شویو کورنیو سره، نغدي او غیر نغدي مرستې شوې او ۹۶ زره ۲۹۳ راستنې شوې کورنۍ د هغوی اړوندو سیمو ته لېږدول شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام