Asset 1SWN

سپین‌غر شپږیزه لیګ کې خپله لومړۍ بریا ترلاسه کړه

455211871_1087280386731778_4292026441239568941_n

د شپږیزې کرېکټ لیګ د نهم پړاو روانو سیالیو کې نن شنبه، زمري ۲۷مه، سپین‌غر ټایګرز لوبډلې په دغه لیګ کې خپله لومړۍ بریا ترلاسه کړه.

سپین‌غر او امو شارکز لوبډلو نن د یوه بل پر وړاندې لوبه وکړه چې امو لوبډلې لومړی توپ‌وهنه وکړه او سپین‌غر ته یې، د ۱۰۶ منډو هدف ورکړ.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

امو لوبډلې له ټاکل شویو شلو اورونو یوازې ۱۸.۳ اورونه ولوبول. سپین‌غر لوبډلې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو په ۱۰.۴ اورونو کې ورکړل شوی هدف ترلاسه کړ.

امو او سپین‌غر تراوسه دغه لیګ کې څلور-څلور لوبې کړي چې دواړه لوبډلې یوازې یوه-یوه بریال لري او پاتې درې-درې لوبې یې، بایللې دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د نن ورځې په دویمه لوبه کې چې له غرمې وروسته، ۲:۰۰ بجې پیلېږي، بُست ساتونکي له مېس‌عینک اتلانو سره لوبه کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام