د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلنسکي وايي چې د روسیې د کُرسک سیمه کې د دوی د ځواکونو پرمختګ روان دی او په وینا یې، د دې سیمې پر ۱۰۰۰ کیلومټره خاوره ولکه لري.
څه باندې یوه اوونۍ وړاندې اوکرایني ځواکونو د روسیې پر کُرسک سیمې برید کړی چې د دې سیمې ډېری برخې یې، نیولي او د دواړو لوریو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
اوکراین وايي، دا برید یې، د خپلو سرحدي سیمو د خوندي ساتلو په موخه کړی او په وینا یې، د روسیې د بریدونو مخنیوي لپاره د یوه خوندیتوب زون د جوړېدو په لټه کې دي.
روسیه بیا وايي، اوکراین چې کومه ادعا کوي، د هغې نیمايي سیمه باندې ولکه لري او د کُرسک د پنځو نورو سیمو نیولو لپاره یې، د اوکراین بریدونه په شا تمبولي دي.
د اوکراین پوځ همداراز ادعا کړې چې د روسیې په بېلابېلو سیمو کې یې، د روسي ځواکونو هوايي ډګرونو، د وسلو پر ټيپوګانو او نورو مهمو ځایونو بریدونه کړې دي.
روسیې بیا ویلي چې د اوکراین نږدې ۱۲۰ ډرون یې، شنډ کړي دي.